IQNA

امریکا او سعودی عربستان داعش ډلې ته وسلې رسوی

8:58 - December 17, 2017
د خبر لمبر: 3480888
نړیواله ډله: سعودي عربستان او امریکا د ختیځې اروپا له هیوادونو وسلې اخیستي او بیا یې دسوریې دحکومت مخالفو ډلو ته ورکړي .

امریکا او سعودی عربستان داعش ډلې ته وسلې رسویقرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، جرمنی خبری اژانس راپور ورکړی د وسلو د اطلاعاتو په زمینه کښې د فعالې ډلې د تحقیقاتو نتیجې وښودله چې سعودی عربستان او امریکا په عراق او سوریې کښې ترهګرو ته د اروپایی هیوادونو دوسلو په انتقالولو کښې رول لری.
د «جنګی وسلو د ډلې» د تحقیقاتو د نتیجو پراساس سعودی عربستان او امریکا د ختیځې اروپا له هیوادونو وسلې اخیستی او بیا یې دسوریې دحکومت مخالفو ډلو ته ورکړی او وروسته د تکفیری ترهګرو ډلو لاسونه ته رسیدلی .
دغه راپور وایی څه دپاسه دریمه(۳) برخه وسلې چې په عراق او سوریې کښې دترهګرو ډلو په لاسونو کښې دی دجرمنی په شمول د اروپایی اتحادیې دغړیو هیوادونو جوړې او ترهګرو ته ورکړل شوی دی .
دجنګی وسلو د ډلې درې سوه (۳۰۰) مخیزو تحقیقاتو نتیجو وښودله څه دپاسه دیرش(۳۰) فیصده وسلې چې داعش ډله یې په عراق او سوریې کښې لری د بلغاریه ، رومانیا ، هنګری او د جرمنی هیوادونو جوړې وسلې دی .
داعش او نورې تکفیری ترهګرې ډلې امریکا، سعودی عربستان ، انګلستان، فرانسې ، متحده عربی اماراتو، اردن ، کویت ،بحرین او ځینو نوروعربو او اروپایی هیوادونو دخپلو هدفونو او د اسلامی هیوادونو د کمزوری او ټوټې ټوټې کولو او داسرائیلو لپاره دامن حاشیې د رامینځته کولولپاره جوړې کړی دی خو دغو ډلو اوس په سوریې او عراق کښې سخته ماتی خوړلی او دامریکا او دهغوې ملګرو دسیسې او پلانونه شنډ شوی دی .

 

captcha