IQNA

د کابل د شیعیانو په جومات کښې ځانمرګې چاودنه

23:46 - March 10, 2018
د خبر لمبر: 3481102
نړیواله ډله: د افغانستان په مرکزي ښار کابل کښې د شیعیانو په جومات کښې ځانمرګې  چاودنې د لومړۍ خبر پر اساس په دغه چاودنه کښې اووه کسان مړ دی.

د ایکنا راپور له مخې، د اسبوتینک، خبرونو نه په نقل، د کابل پولیس ویناوال بصیر مجاهد، د دې خبر اعلان سره وویل: د کابل ښار په غرب کښې د شیعیانو جومات سره نږدې نن ۱۸ اسفند باندې په چاودنه کښې یو پولیس سره ۷ کسان مړه او نور ۷ کسان ټپیان دي.
هغه زیاته کړه: یو ځانمرګې چاودنه کوونکې ځان د شیعیانو جومات سره نږدې د تلاشۍ ځای سره چاود کړو چې د لومړي خبر پر اساس په دغه کښې اوه کسان مړه شوي دي.
بصیر مجاهد څرګنده کړه: دا کس د جومات دننه تللو په تکل کښې وو چې دننه ځنې ښاریزو سره یو شمېر حکومتي مسؤولان او د افغانستان شیعه قوم هزاره د خپل لارښود کلیزه لمانځلو مراسم پيل کولو لپاره راغلې وو.
د افغانستان روغتیا وزارت اطلاع رسوونکې دفتر مسئول اسماعیل کاووسی اعلان کړي چې د ننني چاودنې چې د کابل ښار په غرب کښې د پل سوخته په سیمه کښې پېښه شوې تراوسه ۶ کسان روغتون ته راوړې شوې چې یو په کښې مړ او پنځه ټپیان دي.
http://iqna.ir/fa/news/3698267
captcha