IQNA

طالبان: امریکا له افغانستان نه د پوځ ویستلو سره موافقت وکړو

7:55 - October 18, 2018
د خبر لمبر: 3481615
نړیواله ډله: د طالبان د یو غړې وینا په مطابق، د امریکایی چارواکو په قطر کښې د طالبانو یوې ډلې سره په ناسته کښې، امریکا له افغانستان نه د خپلو پوځونو د ویستلو سره موافقت وکړو.
د ایکنا راپور له مخې، د آریانا نیوز افغانستان نه په نقل، د طالبانو یو غړې چې غوښتنه یی کړې نوم یی څرګنده نشې وویل: په قطر کښې د طالبانو غونډې سره د امریکایانو شپږ کسانو غونډې سره د زلمې خلیل زاد په څارنه کښې د افغانستان د سولې په هکله یوه غونډه پیل شوه، په دغه ناسته کښې امریکا له افغانستان نه د خپلو پوځونو ویستلو سره موافقت وکړو.
هغه په ادامه کښې وویل: په دې دوه اړخیزه ناسته کښې د امریکا په افغانستان کښې ۱۷ کلنې جنګ ختم کولو او د دغه هیواد نه د امریکې پوځ بېرته تللو او د نورو شخړو او ستونزو حل کولو لپاره سره خبرې وکړې. خو ولی دا مذاکرات په تفصیلي توګه ترسره نشو او امکان لرې په نږدې کې بیا سره غونډه پیل کړې.
د طالبانو د دغه غړې وویل د طالبانو له اړخه د امریکایی پوځ له افغانستان نه وتلو به هکله او د دغه ډلې د زندانی کسانو لپاره او همدارنګه د طالبانو د ځنې قوماندانو نومونه د نړیواله ملګرې ملتونو تور لسټ نه خارج کولو او په افغانستان کښې د طالبانو سیاسي دفتر جوړولو غوښتنې سره ترسره شو.
یادښتونه: خلیل زاد په خپل سفر کښې د مذاکراتو له لارې په افغانستان کښې د موجوده جنګ تر پایی رسولو لپاره د دغه هیواد او د طالبانو د مشرانو ترمنځه د خبرو اترو غونډې پیل کړي دی.
http://iqna.ir/fa/news/3755954
captcha