د ایکنا راپور له مخې، د پارس ټو ډۍ نه په نقل، د پاکستان د بلوچستان صوبې په تربت سیمه کښې د دغه هیواد د امنیتي ځواکونو په عملیاتو کښې څلور ترهګر هلاک شوي خو د هغوي لخوا په شویو عملیاتو کښې بیا شپږ امنیتي ځواکونو سرونه بایلل.د پاکستان د پوځ لخوا په خپره شوې خبرپاڼه کښې راغلي چې امنیتي ځواکونو د بلوچستان صوبې د کیچ ضلعې د تربت په بلیده سیمه کښې د ترهګرو خلاف عملیات وکړل.
خبرپاڼه زیاتوي چې دغه عملیاتو د ترلاسه شویو معلوماتو له مخې د ترهګرو پر مرکز وشول چې په ډزو کښې پکښې څلور ترهګر هلاک شول.
د پاکستان د پوځ په خبرپاڼه کښې همداشان راغلي چې ترهګرو د امنیتي ځوکونو پر ګاډي حمله وکړه چې له امله یې شپږ امنیتي ځواکونه ووژل شول.
http://parstoday.com/ps/news/pakistan-i78939