IQNA

ملګري ملتونه: يمن د نړۍ له ټولو بد انساني بحران سره مخامخ دے

22:43 - December 15, 2018
د خبر لمبر: 3481762
نړیواله ډله: په بشردوستانه چارو کښې د ملګرو ملتو مشر مرستيال د امنيت په شورا کښې د يمن په اړه وويل،يمن د نړۍ له ټولو بد انساني بحران سره مخامخ دے.
د ایکنا راپور له مخې، د پارس ټو ډۍ نه په نقل، مارک لوکوک د دې په بيانولو سره چې زياتره يمني کورنۍ بې له څه سرسيوري ژوند ته دوام ورکوي، واضحه کړه په دغه هېواد کښې په ميلينونو خلق له سختو ناوړه خوړو سره مخامخ دي.په يمن کښې  د ملګرو ملتو د انساني چارو غږملونکې هم په دې وروستيو وختونو کښې خبردارے ورکړ چې په يمن کښې د جنګ دوام  په دغه ټول هېواد کښې د قحطۍ سبب کيږي.
مېرمن لائز ګرېنډي وويل، په يمن کښې د جنګ د نه ختمېدو په صورت کښې به د پېړۍ ترټولو لويه قحطي رامنځته شي.
سعودی ،  او ځینو نورو عربو هیوادونو  د امریکې اسرائيلو او برطانيې په ملاتړ او حکم سره د ۲۰۱۵ میلادی کال له مارچ میاشتې راهسې د یمن دخلقو په خلاف حملې شروع کړي چې اوس هم دوام لري او په دغو حملو کښې تراوسه له څوارلسو زرو زيات کسان مړه، په لسګونو زره ژوبل شوي او په ميلينونو هم بې کوره شوي دي او د هیواد روغتونونه ، ښوونځي ، بیخ بنایي تاسیستات او دخلقو کورونه تباه کړې شوي دي او د زمکې، هوار او سمندر له لارې د دغه هېواد د سختې محاصرې په وجه د يمن خلق له د خوراک او درملو او د ضرورت د سامانونو له سخت کمښت او ناوړه خوراک سره مخامخ دي .
http://parstoday.com/ps/news/middle_east-i78944
captcha