IQNA

دایران داسلامی جمهوریت دنظام په اقتدار د مشر تابه دستر لارښود ټینګار

22:50 - December 15, 2018
د خبر لمبر: 3481763
نړیواله ډله: د ایران داسلامی انقلاب ستر لارښود حضرت ایت الله العظمی سید علی خامنه ای نن سهار د حرم د مدافعانو او دسپیڅلی دفاع او د امنیت او د سرحدونو د دفاع د شهیدانو له یوشمیر کورنیو سره په کتنې کښې په ننی انقلابی مومن ځوان نسل کښې د شجاعت او د شهادت د روحیې رامینځته کیدل د انقلاب معجره وبلله .
د ایکنا راپور له مخې، د پارس ټو ډۍ نه په نقل، هغه حضرت داستکبار دجبهې چې په سر کښې یې امریکا ده د دسیسو په وړاندې ویښتیا او هوښیارتیا ته د خلکو ، ځوانانو او دغه راز چارواکو په بللو سره  صهیونیسټ رژیم او د سیمې عرب مرتجعین د ایران له ملت سره په دښمنۍ او دسیسې کښې له امریکا سره شریک وبلل او ټینګار یې وکړ البته مونږ له هغوې قوی یوو ځکه خو تراوسه پورې نه دی توانیدلی د ایران داسلامی جمهوریت په مقابل کښې کوم کار ترسره کړی او له دې وروسته به هم ونه توانیږی .د حضرت امام خمینی رحمت الله علیه دغه خبرې ته د اسلامی انقلاب دستر لارښود حضرت ایت الله العظمی علی خامنه ای  اشاره چې فرمائیلی یې وو داسې ملت چې شهادت لری اسارت نلری یوه له معنا ډکه وینا ده چې د داډول ارزښتونو د ساتلو د اهمیت یادونه کوی .
امریکا د ایران د اسلامی انقلاب له بریالیتوب وروسته په ټولو کلونو کښې  تل هڅه کړی ده چې له اسلامی انقلاب د مخکې وخت په شان یو ځل بیا په ایران سلطه ومومی او هماغه شرایط چې دسیمې دځینو کمزورو هیوادونو لپاره یې رامینځته کړی وو او هغوې یې (عرب هیوادونه ) شیدې ورکونکی غواګانې ګڼلې د ګران ، ستر او ویاړمن ایران لپاره هم رامینځته کړی خو دغه هدف ته ونه رسیدل او له دې وروسته به په پریکنده توګه دغه هدف ته ونه رسیږی .
نن سبا دایران انقلابی  او مومن ځوان د اسلامی انقلاب د لومړیو ځوانانو په هماغه روحیې سره د مسولیت په احساسولو او زړوتیا سره د اسلامی جمهوریت د نظام د ژوند په څلویښتې (۴۰)کلنۍ کښې په خپل هویت او معنویت سره د  هیواد او داسلام دفاع کوی .
ددغو ارزښتونو د دوام معنا د ایران داسلامی جمهوریت دنظام قدرت او د دسیسو او د دباونو په وړاندې مقاومت کول دی چې د نظام د دښمانانو لپاره دوه (۲)مهم ټکی او شننې لری .
لومړۍ دا چې دایران په ملت د بیا دسلطې د موندلو خوب به هیڅکله پوره نشی .
د دغه مقاومت د اهمیت په بیانولو کښې دوهم (۲)ټکی د شهیدانو د لارې په دوام ټینګار او د اسلامی انقلاب په ارزښتونو او ایډیالونو دریدل دی .
هماغه ډول چې دایران داسلامی انقلاب ستر لارښود حضرت ایت الله العظمی سید علی خامنه ای وفرمائیل دامریکا او دایران د دښمانانو هدف دا وو چې د امنیتی ضد اقداماتو او د بایکاټ په وسیله په هیواد کښې اختلاف او د ډلو ترمینځ جنګونه رامینځته کړی او یوشمیر خلک واټونو ته راوکاږی چې نوم یې ورته« ګرم وړی» کیښودلی وو خو د دښمانو سترګې دې ړندې وی د روان کال وړی یو(۱) ترټولو ښه وړی وو .
حقیقت دا دی چې دایران اسلامی انقلاب په تیرو څلویښتو(۴۰) کلونو کښې په پرله پسې ډول خپله تکاملی لاره کچ کړی ده او په نړۍ او سیمه کښې د نړیوال استکبار او د سلطې دنظام په وړاندې یې  مقاومت او دریدل پراخ شوی دی .
بې شکه ددغو ارزښتونو دوام او په دغو هڅو کښې بریالیتوب د ټولو شهیدانو دوینې او له ځان څخه دتیریدا په برکت دی او د حرم دفاع کونکی هم په همدې روحیې سره له ترهګرۍ او داعش ډلې جنګ ته ورغلل .
دسیمې بدلونونو ته تیره کتنه ددې ښودنه کوی چې که چیرې دغه زړورتیاوې نه وائ په تیرو کلونو کښې ترهګرو حملو به سیمه په تیره بیا لویدیځه اسیا له ډیرو پراخو ناامنیو سره مخامخ کوله او د نړۍ دجغرافیې دغه برخه به د لویدیځو او دسیمې د ځینو عربو هیوادونو او د اسرائیلو د جنایتکار رژیم د ملاتړ وړ ترهګرو په مرکز بدلیدله .
هماغه ډول چې دایران داسلامی انقلاب ستر لارښود ډاګینه کړه داسې ملت چې دخدای پاک ج په لاره کښې د تلو  دخطر او دهغه په لاره کښې د شهادت هرکلی یو(۱) ستر بریالیتوب او نیکمرغۍ ګڼی هیڅ ځواک د هغه په مقابل کښې د مقاومت کولو توان نلری او دغه ملت تل بریالی دی او مخکې به لاړ شی .
د همدغه تفکر پراساس دی چې دایران ملت په ټول استحکام سره د امریکا  او په  سیمه کښې د امریکا د ملګرو ورانکارو عناصرو په مقابل کښې دریدلی دی .
له دغه  لیدتوګی دایران داسلامی انقلاب د ستر لارښود څرګندونې یو(۱) تاریخی واقعیت دی  او د انقلاب دمعجزې یادونه کوی چې هماغه راز جاری ده  .
http://parstoday.com/ps/news/iran-i78906
captcha