IQNA

د پروان د استېناف محکمې مشر ووژل شو

23:42 - February 17, 2019
د خبر لمبر: 3481961
نړیواله ډله: سیمه ییزو مسوولینو ویلي تر اوسه د رییس د وژلو څرنګوالی نه دی مالوم؛ خو په خبره یې چې پولیسو خپلې څېړنې پیل کړې دي.
د ایکنا راپور له مخې، د محور خبرونو ویبپاڼې نه په نقل، د پروان د والي ویاند وحید شهکار ویلي چې د دغه ولایت د استېناف محکمې مشر تېر ماښام کله چې له جومات څخه د خپل کور پر لور روان  و، ناپېژانده موټر سایکل سپرو کسانو پرې برید کړی او ځای پر ځای یې وژلی دی.
سیمه ییزو مسوولینو ویلي تر اوسه د رییس د وژلو څرنګوالی نه دی مالوم؛ خو په خبره یې چې پولیسو خپلې څېړنې پیل کړې دي.
پروان کې وړمه ورځ هم یو ځوان ناپېژانده وسله والو وژلی وی
captcha