IQNA

طالبانو د پاکستان لومړۍ وزیر سره لیدنه لغوه کړې ده

23:56 - February 17, 2019
د خبر لمبر: 3481964
نړیواله ډله: د طالبانو یوې سرچیني د نوم نه ښودلو په شرط رسنیو ته ویلي چې د پاکستان له لومړي وزیر عمران خان سره یې، هغه لیدنه چې ټاکل شوې وه را روانه اونۍ ترسره شي، لغوه کړې ده.
د ایکنا راپور له مخې، د آوا خبرونو ویبپاڼې نه په نقل، د طالبانو یوې سرچینې رسنیو د دغې کتنې د لغوه کیدو خبر په داسي حال کې ورکړی دی چې پاکستان طالبانو ته رسمي بلنه ورکړې وه چې مرکچي پلاوی یې دغو هیواد ته ورشي او له لومړي وزیر عمران خان سره وګوري.
بل خوا د وسله والو طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد رسنیو ته په استول شوې خبر پاڼه کې د روانې فبرورۍ پر ۱۳مه،  ویلي وو چې،  د دوی د مذاکراتي ټیم غړي به د سولې خبرو اترو لپاره راتلونکې اونۍ د پاکستان په رسمي غوښتنه یاد هېواد ته ورشي او هلته به دوشنبه (فبرورۍ ۱۸مه) نېټه د امریکا حکومت له مذاکراتي ډلې سره د سولې د خبرو په تړاو ناسته وکړي.
په دغې اعلامیه کې طالبانو ویلي وو چې، د دغې ډلې مرکچي هئیت  به د همدې سفر په ترڅ کې له لومړي وزیر عمران خان سره هم وګوري او ورسره به د افغانستان او پاکستان پر اړیکو او پاکستان کې مېشتو افغان کډوالو او سوداګرو پر ستونزو خبرې کوي.
د طالبانو د دغې اعلامیې په غبرګون کې چې پاکستان ته یې د دغې ډلې د مرکچي پلاوي د سفر په اړه خبره کړې وه افغان حکومت پاکستان ته د طالبانو د مذاکراتي ټیم د استازو پر اعلان شوي‌ سفر ملګرو ملتونو ته په رسمي توګه شکایت کړی دي.
په ملګرو ملتونو کې د افغانستان دایمي‌ استازې په دې اړه د امنیت شورا د بندیزونو ځانګړې کمېټې ته لیک استولی دی او په دې اړه یې دغې کمیټې ته شکایت کړی دی.
captcha