IQNA

د چین له مسلمانانو نه د امریکا د جوماتونو امامانو حمایت

22:03 - February 18, 2019
د خبر لمبر: 3481967
نړیواله ډله: د امریکا د جوماتونو امامانو نه ۱۳۰ کسانو د یوې بیانیه لاس لیک کولو سره د چینې چارواکو له لاسه د ۳ ملیونه مسلمانانو حقوق تر خپو لاندې کول محکوم کړل.

د ایکنا راپور له مخې، د مسلم مترز نه په نقل، د امریکا مسلمانانو دینی لارښودو یوه بیانیه صادر کولو سره د سین ګیانګ په سیمه کښې د چین د حکومت له اړخه د اویغور مسلمانانو ازارول محکوم کړي.
دغه دینی لارښودو، له چینې چارواکو غوښتنه کړې چې په اویغور او هم دارنګه د مسلمانانو اقتیتونه په نورو ځایونو کښې زندانی شوو او همدارنګه قزاق، قرقیز او ازبک په شرقي ترکستان کښې د ازادولو غوښتنه کړي.
په دې بیانیه کښې راغلې: مونږ د جوماتونو امامان، دینی عالمان او د امریکا مسلمانانو لارښود، له دې لارې خپل اساسي مطالبات دارنګه اعلان کوو:
مونږ له چینې چارواکو غوښتنه کوو چې د اویغور مسلمانان ازاد کړي. ماشومان خپلو کورنو ته بېرته ولېږي، او هغوي ته دینی ازادی ورکړی. د نورو دینونو منوونکو نه غوښتنه کوو چې له دغه غوښتنې حمایت وکړي او د امریکا له خلکو غواړو د هغه شیانو اخیستلو نه چې د مسلمانانو نه د جبري کارونو له لارې تولید شوي دي ډډه وکړي.
هغوي همدارنګه له خلکو غوښتنه وکړه د ۲۰۱۹ په ۶ اپرېل(۱۷ فروردین ۱۳۹۸) باندې په واشنګټن کښې د اویغور خلکو سره همغږي لپاره مظاهرو کښې ګډون وکړي.
په کال ۲۰۱۵ کښې، د چین حکومت یو قانون د ترهګري خلاف قانون نوم سره تصویب کړې وو چې د بشري حقوق څار له مخې، زیات اختیارات چینې ادارو ته د خلکو مدني حقوقو مخنیوي لپاره ورکوي.
همدارنګه د ترهګري له مخنیوی قانون تصویب په کال ۲۰۱۷ کښې، نړیواله محکومیت سره مخامخ شوې وو، نیوکه کوونکې وایئ چې د چین حکومت اساسي بشري حقوق او دینی ازادی له اقلیتونو نه دغه قوانین تصویب کولو سره سرغړونه کوي.
http://www.iqna.ir/fa/news/3790729
captcha