د ایکنا راپور له مخې، د تلوسه راډیو خبرونو ویبپاڼې نه په نقل، د ولسي جرګې د ریاست پر سر د شخړې د حل په موخه یو لس کسیز پلاوی جوړ شوی ؤ څو د ولسي جرګې د ریاست لپاره د دوو کاندیدانو میر رحمان رحماني او کمال ناصر اصولي ترمینځ راولاړه شوې شخړه هواره کړي.پدې پلاوي کې درې کسان د رحماني ،درې کسان د اصولي او څلور بې طرفه کسان ګډون لري. دواړو لورو یادې کمېټې ته واک ورکړی ،چې هره پرېکړه وکړي، دوی ته به د منلو وړ وي.
http://talwasa.af/2019/05/19