ایکناخبری اژانس د پارس ټوډې له قوله راپور راکړ،په ملګرو ملتونو کې د ایران د استازی مرستیالې زهرا ارشادي د ملګرو ملتو د امنیت شورا په غونډه کې د افغانستان حالاتو ته په اشارې سره وویل چي د بهرنیو ځواکونو د غیرمسئولانه وتلو یوکال تیر شوی او لاهم افغانستان له ګڼو کړکېچونو سره لاس په ګرېوان پاته شوی.
میرمن ارشادي په افغانستان کې ناسمو بشري حالاتو ته په اشارې سره زیاته کړه: د ملګرو ملتونو له راپور سره سم، ۲۵ میلیون افغان وګړي بې وزله شوي او د انجوڼو او مېرمنو د بشرې حقوقو خلاف ورزي کیږي او له زدکړو بې برخې دي او طالبانو لا هم په خپلو نړیوالو ژمنو عمل نه دی کړی.
د ایران سفیرې تاکید وکړ چي د افغانستان ناوړه حالاتو مسئولیت هغو بهرنیو ځواکونو ته ورګرځي چي په یرغل، جګړو او بمباریو سره یې دغه هیواد وران کړی دی.
هغې یادونه وکړه چي له ترهګری سره د مبارزې او ډیموکراسۍ تر عنوان لاندې په نورو هیوادونو باندې یرغل نه یوازې د ثبات او د هوساینې سبب نه ګرځي بلکې خلک له تباهی سره مخامخوي.
ارشادې له نړیوالې ټولنې غوښتنه وکړه چي افغانستان سره خپلو مرستو ته دوام ورکړي او د دې هیواد د کنګل شویو شتمنیو د خلاصون لپاره اقدام وکړي.
هغې همدارنګه ټینګار وکړ چي د ایران اسلامي جمهوریت د افغانستان د حالاتو د برابرولو او افغانانو سره د مرستو په موخه خپلو هلو ځلو ته دوام ورکوي او د سیمې له هیوادونو او نړیوالو سره همکاري کوي.