IQNA

په اندونیزیا کښې د قرآن تاریخ موزی پرانیستا

17:27 - September 25, 2019
د خبر لمبر: 3482420
نړیواله دله: د قرآن تاریخ موزه تېره ورځ د شمالی اندونیزیا سوماترای ولایت په مدن ښار کې شورو شو.
د ایکنا راپور له مخې، د جاکارتا پوسټ نه په نقل، په قرآن تاریخ موزه کښې ننداری ته وړاندې شوې آثارو نه، په لاس لیکلې شوې قرآن کریم ۲۲ نسخې چې له هغو یوه په اندونیزیا کښې ترټولو لرغونې نسخه شمېرلی کېږي.
د شمالی سوماترای والي ادی رحمایادی، د دغه موزی د پرانیستا په مراسمو کښې وویل: د قرآن کریم ډېری تاریخي نسخې په دې ولایت کښې لکه په باروس سیمه کښې چې لومړي ځل اسلام شمالی سوماترای ته راغلې و.
ادی دغه هیله څرګندولو سره چې خلکو د دغه لرغونو نسخو څخه د حفاظت او خپل نوې نسل ته د قرآن کریم ښودو اهتمام کړي زیاته کړه: مونږ د دې ولایت د ځنې سیمو څیړنو نه ورستو یو شمېر نورې لرغونې قرآنی نسخې مو پيدا کړې چې لرغونتوب یی ۲۵۰ کاله دی. اوس دغه ټولې نسخې په موزه کښې نندارې لپاره وړاندې کېږي.
ادی د تاریخ استاد ایچوان ازهری چې د موزې سره یی د دغه تاریخي نسخو پيدا کولو او معرفي کولو کښې مرسته کړې، زیاته کړه: اوس هم د قرآن نورې تاریخي نسخې په دې ولایت کښې شتون لري چې باید پيدا یی کړو.
ایچوان هم وویل: ترټولو لرغوني نسخه په دې موزه کښې شتون لري چې د ۱۰۷۰ هجری کال سره تړون لري.
د تاریخ دا استاد څرګنده کړه: د شمالی سوماترای په ولایت کښې د قران کریم لاس لیکلې نسخې زیات شتون لري چې په دې سیمه کښې د اسلام تاریخ په نښه کوې، اوس هم ډېري نسخې شتون لرې چې مونږ یی د لټون لپاره هڅي کوو.
http://iqna.ir/fa/news/3844397
captcha