IQNA

له دوه کاله ځنډ وروسته بین الحرمین کښې لمونځ وشو

15:48 - May 04, 2022
د خبر لمبر: 3485752
تهران(ایکنا)ـپه بین الحرمین کښې د لسګونو زره لمونځ ګزارو په ګډون سره د نیکمرغه کوچني اختر لمونځ ترسره شو.

ایکنا خبري اژانس د نون په قول وویل له دوه کاله ځنډ وروسته په تیرې سه شنبې ورځ په عراق کښې حضرت امام حسین علیه السلام او د حضرت ابوالفضل العباس علیه السلام په سپیڅلیو زیارتونو کښې د کوچني اختر لمونځ وشو.
دغه لمونځ په روحاني فضا او د متعال خدای، پیغمبر اکرم حضرت محمد صلی الله علیه واله وسلم او د اهل بیت علیهم السلام له مینې په ډکو زړونو سره دعراق د کربلای معلی په بین الحرمین کښې ترسره شو.
د کربلا د حرمین شرفین ترمینځ واټن کښې چې له خلکو ‌ډک ود کوچني اختر مرکزي لمونځ د سید مرتضی قزویني په امامت وشو.
هغه په دې خبرې سره چې عراق یو امنه هیواد دی چې خدای پاک د ډیرو ائمه المعصومینو په دفن کولو سره په دغه هیواد احسان کړی دی زیاته کړه د دغو الهي نعمتونو په شتون سره په مونږ ټولو شکر کول واجب دي.
هغه د کوچني اختر خطبه دعراق پوځ او امنیتي ځواکونو ته په دعا کولو سره پاې ته ورسوله او له متعال خدای څخه یې عراق ته د خپلواکۍ او دغه هیواد ته د خپلو نعمتونو د ډالۍ کولو غوښتنه وکړه .
د کورونا ویروس په وجه دوه کاله د کربلا په حرمین شرفین کښې د کوچني اختر لمونځ ترسره نه و شوی.

captcha