؛دغه دوکه ورکونکي مسائیل د انسان کار خپلو هدفونو ته د رسیدا لپاره چې په ژوند کښې یې ټاکلي دي سختوي .
انسان تل له وسوسې سره مخامخ دی او په همدې دلیل ممکنه ده چې غلط کارونه ترسره کړي او له سمې لارې ووځي .
کله نه کله انسان له هغه ګناه وروسته چې ترسره کوي یې پښیمانه کیږي او د بیرته ستنیدا لاره لټوي ؛ دغه چاره ښودنه کوي چې انسان پاک حقیقت لري او په همدې دلیل که چیرې کومه غلطۍ هم وکړي د سمې لارې د موندلو او د خطا د اصلاح کولو او د خپلو داخلي ککړتیاو د پاکولو هڅه کوي .
خدای پاک ج د انسان لپاره د بیرته ستنیدا لاره برابره کړي ده ، خو ټول انسانان په دغه سمه لاره کښې په ورتلو نه بریالي کیږي ځکه چې کله نه کله خطا او غلطۍ د غفلت او له خدای څخه د لیرې کیدا سبب کیږي .
د دغه لارې نوم توبه دی .
توبه یعني بیرته ستنیدل ؛ د خدا خوا ته ورستنیدل .
دغه بیرته ستنیدل له خطا او ګناه څخه په هرې شیبې او هر پړاو کښې امکان لري .
البته سمې لارې ته بیرته ورستنیدل چې څومره زر ترسره شي لومړي ټکي ته د رسیدا واټن به لا پسې نږدې او لا پسې ساده وي .
خو هرې غلطې خبرې ته د توبې او د بیرته ستنیدا نوم نشو ورکولای ؛ ځکه چې توبه یوشمیر پړاونه او شرایط لري ؛ په دوې کښې یو شرط دا دی چې انسان توبه وکړي او په خپلې توبې باندې ټینګار وکړي چې نور خطا او ګناه کولو ته ګروهنه ونلري .
د ایران ستر مذهبي مشر محسن قرائتي حقیقي توبه په سم ډول له موټروانې سره تشبیوي ؛ داسې موټروان چې باید د خپلو غلطیانو په هکله ځير ووسي او د خپلو غلطیانو په مقابل کښې په موقع سمه فیصله ترسره کړي .
توبه ، یعني له خلاف کارونو څخه بیرته ستنیدل او د تیرو ګناهانو جبرانول ، چې په دې بڼه کښې خدای پاک ج توبه قبلوي : ان الله یقبل التوبه » (سوره توبه /۱۰۴ )خدای توبه کونکی خوښوي : ان الله یحب التوابین »(سوره بقره /۲۲۲) که چیرې څوک مو ځورولي وي ،نو بښنه ترې وغواړئ . که چیرې کوم لمونځ مو نه وي کړي نو ترسره یې کړئ . که چیرې رښتیا خبره باید وکړئ نو پټه یې نکړئ او هر ناسم کار مو چې ترسره کړی دی اصلاح کړئ .
قران کریم د توبې د حکم ورکولو په څنګ کښې فرمائیلي دي :«.... واصلحوا.....» (سوره بقره /۱۶۰) یعني توبه باید له اصلاح او جبران سره یوځاې وي .
توبه باید سمدستي وي ، ځکه که چیرې ګناهانې جمع شي ، نو توبه کول مشکل کیږي .
څرنګه چې په لباس باندې دوړې په پوکي سره ختمیږي خو که چیرې خاوره زیاته وي نو په پوکي ورکولو سره هم دغه دوړې نه پاکیږي .