IQNA

قران مجید څه وايي/1

هغه وخت چې کافران خدای ته پناه وړي

13:44 - May 18, 2022
د خبر لمبر: 3485810
تهران (ایکنا)- شاید تاسو هم له داسې پیښې سره مخ شوي یاست چې کله نه کله انسان په داسې موقعیت کښې ورځي چې هیڅوک د هغه په حالت نه پوهیږي

قران کریم تل خپل تعلیمات په دې ډول مطرح کوي چې اتفاقا ډیرو انسانانو هغه په تجربې سره درک کړي دي .

د بیلګې په توګه د  هغه انسان حالت چې د خدای پاک له وجود څخه انکار کوي ،خو کله نه کله خدای پاک ج د اتمام حجت یا د انسان د تفکر او د غور لپاره د یوشمیر نښو په رامینځته کولو سره هغه په داسې موقعیت کښې ورولي  چې هغه مجبوره دی بل ډول فکر وکړي .

د قران کریم د یونس سورې دوه ویشتم او درې ویشتم ایتونه دا حالت داسې انځوروي : «هوَ الَّذِي يُسَيِّرُكُمْ فِي الْبَرِّ وَالْبَحْرِ حَتَّى إِذَا كُنْتُمْ فِي الْفُلْكِ وَجَرَيْنَ بِهمْ بِرِيحٍ طَيِّبَةٍ وَفَرِحُوا بِها جَاءَتْها رِيحٌ عَاصِفٌ وَجَاءَهمُ الْمَوْجُ مِنْ كُلِّ مَكَانٍ وَظَنُّوا أَنَّهمْ أُحِيطَ بِهمْ دَعَوُا اللَّه مُخْلِصِينَ لَه الدِّينَ لَئِنْ أَنْجَيْتَنَا مِنْ هذِه لَنَكُونَنَّ مِنَ الشَّاكِرِينَ * فَلَمَّا أَنْجَاهمْ إِذَا همْ يَبْغُونَ فِي الْأَرْضِ بِغَيْرِ الْحَقِّ يَا أَيُّها النَّاسُ إِنَّمَا بَغْيُكُمْ عَلَى أَنْفُسِكُمْ مَتَاعَ الْحَيَاةِ الدُّنْيَا ثُمَّ إِلَيْنَا مَرْجِعُكُمْ فَنُنَبِّئُكُمْ بِمَا كُنْتُمْ تَعْمَلُونَ:: هغه داسی ذات دی چې تاسو په وچه او سمندر کښې ګرځوي .چې کله په کشتۍ کښې وائ او هغوې په ښه باد سره بوځي او دوې ورباندې خوشحال شي (خو کله چې ) په هغو باندې یو سخت باد ولوځي او هرې خوا د سمندر څپې راشي او یقین وکړي چې کلابند شوي دي په دغه حال کښې خدای په پاک زړه سره یادوي که چیرې مونږ له دغه مشکل څخه وباسئ په پریکنده توګه به ستایونکي شو .

کله چې هغوې وژغورئ ناڅاپه په ځمکه باندې په ناحقه سرکشي  کوي ای خلکو د تاسو سرکشۍ یوازې د تاسو په تاوان ده تاسو د د دنیا د ژوند ګټه غواړئ نو تاسو به زما وخوا ته راستانه شئ نو تاسو به له هغه څه چې ترسره کول مو خبر کړم » ( یونس ۲۲/۲۳)

د ایران ستر عالم حجت الاسلام قرائتي په« تفسیر نور» کښې د دغه ایت په هکله یوشمیر پیغامونه بیانوي :

(۱)په طبیعت او مخلوق او خلکو باندې واکمن قوانین د خدای لخوا دي «هوَ الَّذِي يُسَيِّرُكُمْ  » هغه داسی ذات  دی چې تاسو .......... ته حرکت درکوي ».

(۲)د انسان کارونو ته په خدای پورې نسبت ورکول کیږي ، ځکه چې اصلي قدرت له هغه سره دی .

سره له دې  چې حرکت ، د انسان عمل دی خو فرمايي : «هوَ الَّذِي يُسَيِّرُكُمْ  هغه داسی ذات دی چې تاسو ته حرکت درکوي ».

(۳) انسان چې هر څومرمه پرمختګ وکړي له طبیعي پیښو څخه په امان کښې نه دی .« جاءَتْها رِيحٌ عاصِفٌ: ناڅاپه چې په هغوې باندې سخت باد راشي ».

(۴) هوساینه لرونکي کسان داسې ګمان ونکړي چې په پرله پسې ډول به په هوساینه کښې وي ««فَرِحُوا بِها... أُحِيطَ بِهمْ هغوې په دې خاطر خوشحاله شي .... چې پوهیږي کلابند شوي دي ».

(۵) طبیعي پیښې د انسان غرور او تکبر ختموي او هغه د خدای په مقابل کښې خاکساره کوي « دَعَوُا اللَّه: : خدای ته غږ کوي ».

(۶) د خطر په وخت د انسان فطرت د ژغورنې یوې سرچینې ته متوجه کیږي « دَعَوُا اللَّه مُخْلِصِينَ: خدای ته په پاک زړه سره غږ کوي ».

(۷) ایمان او اخلاص باید دائمسی وي ، نه دا چې موسمي او د خطر د احساس په وخت « أُحِيطَ بِهمْ دَعَوُا اللَّه مُخْلِصِينَاو کله چې په کلابندۍ کښې راځي نو په پاک زړه سره خدای ته غږ کوي ».

(۸) انسان د خطر په وخت قول ورکوي ، خو کله چې هوساینې ته ورسیږي نو غافل کیږي « لَئِنْ أَنْجَيْتَنا: که چیري ما وژغورئ».

(۹) ناشکري او کفران نعمت د سختۍ او د عذاب د رامینځته کیدا یوه زمینه ده . *«لَئِنْ أَنْجَيْتَنا مِنْ هذِه لَنَكُونَنَّ مِنَ الشَّاكِرِينَ» که چیرې ما وژغورئ په پریکنده توګه به په شکر ادا کونکو کښې وم ».

یادونه :- تفسیر نور دولس ټوکه کتاب دی چې د ایران مفسر  او څیړاند محسن  قرائتي کوم چې په ۱۹۵۹ میلادي کال کښې د ایران په کاشان ښار کښې زیږیدلی په ساده ډول او د قران متن ته په اوړیدلیو ټکو سره  لیکلی دی .

 

تړلې خبرونه
بچوې: قران ، هدایت ، بیدار ، یونس
captcha