IQNA

د ایران او ارمنستان تاریخي پولې د سیمې د امنیت زمینه دي

17:27 - September 13, 2022
د خبر لمبر: 3486219
ایکنا-(تهران)د ایران د اسلامی جمهوریت ولسمشر ابراهیم د ارمنستان له لومړي وزیر سره په ټيلیفوني تماس کې ددې خبرې په کولو سره چی ایران په دوامداره توګه په قفقاز کې بدلونونه او حالات تعقیبوي جوته کړه سیمه یو بل جنګ نشي زغملې .

ایکناخبری آژانس دپارس ټو ډې له قوله راپور راکړد اسلامی ایران ولسمشر سید ابراهیم رییسی په دغه ټيلیفوني تماس کې وویل د ایران او ارمنستان تاریخي پولې د سیمې د امنیت ، غږملتیا او هوساینې زمینه بلل کیږي او تهران د سیمې د هوساینې او ثبات په ګټه په ټولو زمینو کې د ملګرتیا دوام ته هوډمن دې .

ښاغلی رییسي د نیکول پاشینیان د ټیلی فوني تماس په ځواب کې په سیمه کې د تاوتریخوالي په دوام د اندیښنې په څرګندولو سره  وویل د قفقاز سیمه خپل خاص شرایط لري او له بده مرغه تراوسه دغې سیمې ته امنیت ندې ستون شوې .

ښاغلی رییسي د دې خبرې په کولو سره چی ایران په دوامداره توګه په قفقاز کې بدلونونه او حالات تعقیبوي جوته کړه سیمه یو بل جنګ نشي زغملې

نیکول پاشینیان هم  په قفقاز سیمه کې د بدلونونو د وروستی وضعیت د راپور په وړاندی کولو سره وویل اسلامي ایران تل د تاوتریخوالیو او د سیمې د کړکیچونو په ختمولو کې رغنده او اغیزمن رول درلودلې دې .

https://parstoday.com/ps/news/iran-i120978

captcha