IQNA

کویت کې د «قرآن ټولو لپاره» کمپاین شورو شو

0:40 - November 12, 2016
د خبر لمبر: 3480267
نړیواله ډله: کویت کې مېشت د هند مسلمانانو ټولنې له اړخه «قرآن ټولو لپاره» د ۱۵ ورځو کمپاین په دغه هیواد کې شورو کړو.

قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د way4indians خبرونو ویبپاڼې نه په نقل، د اسلام او قرآن کریم په اړه غلط نظر او تصور صحیح کولو هدف سره د قرآن کریم دا کمپاین پیل کېږي، چې تر ۲۸ آبان پورې به ادامه لري.

دا کمپاین همدارنګه د انسانانو ترمنځه د اتحاد د نړیواله سوله یز سایه او د قرآن کریم د ملګرتیا او ارامښت پیغام تر لاندې مهم هدف سره پیل کېږي.

کویت کې مېشت د هند مسلمانانو اعلان کړې: قرآن کریم د حقیقت، میني، د ترحم او بردبارۍ پیغام ورکوي. انسان په سوله یز ژوند او هدایت ته را غواړي مونږ ډېر خشوع او تواضع سره د خلکو نه د دې پیغام نه حمایت کولو غوښتنه کوو.

د نورو دینونو منونکې او د مختلف عقاید لرونکې په دې کمپاین کې ګډون کوې او ورکې غونډې او کتنې پیل کېږي چې په کې پوهانده، مسلمانان عالمانو او غیر مسلمانان تقریرونه کوي.

د قرآن کریم ژباړه په مختلفو ژبو کې غوښتونکو ته اهدا کېږي، د دې کمپاین سره د قرآن کریم پیغام موضوع باندې نندارتون هم پيل کېږي.

د مختلفو مقابلو پيل کول لکه قرآنی موضوعاتو کې مقالې لیکلو مقابله او دارنګه نور پروګرامونه دغه ۱۵ ورځې کمپاین کې پيل کېږي.

http://iqna.ir/fa/news/3544182


captcha