د عراق د الانبار عملیات قوماندان قاسم مصلح په دې بیانیه کې خبر ورکړ چې د فتح المبین عملیات په دویمې ورځ، د الانبار صحرا له سیمې په څو ځایونو کې معین اهدافو څیړنه کوله او درې پټنځایونه کشف او دوه کسان یي بندي کړل.
مصلح څرګنده کړه: د حشد الشعبي ځواکونو په دې عملیاتو کې څو بمونه او د چاودنې مواد او د تیلو لوې مقدار یې کشف او ونیول.
هغه ټینګار وکړ چې دا عملیات به ترهغې دوام ولري ترڅو د الانبار ولایت په لویدیځې برخې کې امنیت ډاډمن شوې نه وي او له ترهګرو خالي شوې نه وي.
3922986