ایکنا خبری آژانس د پارس ټو ډې له قوله راپور راکړ، د افغانستان د ننګرهار امنیی قوماندان شیخ ندا محمد له ټولو هیوادونو او هوایی شرکتونو څخه وغوښتل چې له هر ډول امنیتي اندیښنو پرته دې د ننګرهار هوایی ډګر د سوداګریزو موخو او مسافرو د لیږد را لیږد لپاره وکاروي.
پر همدې مهال د جلال اباد د ملکي هوایي ډګر مشر سپین غر وویل د ورځي له خوا له تخنیکي پلوه دا هوایی ډګردالوتنو لپاره چمتو او هیڅ ډول ستونزه نه لري خو د لایټنګ سیستم(د رڼا نظام ) د خرابوالي له امله دشپی له خوا د الوتکو د کیناستو او پاڅیدو جوګه نه دی .
ټاکل شوې چې په لومړي ځل د ایران اسلامي چمهوریت په بشري مرستو بار الوتکه پر دغه هوایي ډګر راښکته شي.
د جلال اباد هوایی ډګر د تیرو پنځلسو(15) کالو راهیسې د امریکایی ځواکونو په ولکه کې و او دا هوایي ډګر یې په دافغانستان په ختیز کې ددغو ځواکونو تر ټولو ستر پوځي مرکز ګڼل کیده د پوځي موخو لپاره استعمالید خو هغه مهال چې امریکایی ځواکونه له دغه هوایی ډګره وتل دډګر ډیرې ودانیزی برخې یې ویجاړې او له کاره وویستل شوې .