ایکناخبری اژانس د رهبرۍ د سایټ له قوله راپور راکړ ، د اسلامی انقلاب معظم لارښود په دې په ټينګار سره چې هیڅ یو ملت به له مجاهدت او د سختیانو له زغملو پرته اوج او د بریالیتوب څوکو ته ونه رسیږي ،وفرمائیل ، د ایران ملت د شهیدانو دپيغام په آوریدو سره باید خپل اتحاد ،انګیزه او زیار لازیات کړي او مسئولان هم د ټولنې او هغه امنیت په وړاندې چې شهیدانو پخپلو وینو سره د هیواد لپاره برابر کړی ، لازیات مسئولیّت احساس کړي .
د اسلامی انقلاب معظم لارښود حضرت آيت الله العظمی سید علی خامنه اي د ایران د ایلام ولایت د درې زره شهیدانو د کانګرس له مسئولانو سره په کتنې کې چې د لړم د میاشتې په دیرشمه نیټه ترسره شوي وه ، نن سهار ددغه سمینار دترسره کیداپه ځاي کې خپره شوه .
حضرت آیت الله العظمی سید علی خامنه اي په دغې کتنې کې له هیواده په دفاع کې اړخیز شتون ، مقاومت او د څو شهیدانو لرونکو کورنیو زیات شمیر د ایلام ولایت کم ساری خصوصیّت وبالۀ او وې وئيل ، ایلام د سپيڅلي دفاع په پړاؤ کې دی وه پیاوړي کلا په څير مقاومت کړی او سره له دې چې ځيني سیمې ئې په ځینو وختونو کې د دښمن لاس ته ورغلې وې ، خو بیا ئې هم لکه دغره په شان کلک ودریدل او مقاومت ئې وکړ .
د اسلامی انقلاب معظم لارښود، د ۱۳۶۵لمریزکال د سلواغې دمیاشتې په ۲۳نیټه د فټ بال د سیالۍ په ځاي د بعثي رژيم د بمبارۍ له المه د ایلام د لوبې کتونکو او لوبغاړو شهادت د شهیدشوو لوبغاړو د مظلومیّت یادونه وبلله او ددې خبرې په کولو سره صدام دغه جنایتونه د بشری حقوقو د نړیوالو مدعیانو په ملاتړ سره ترسره کول زیاته کړه ، لیکوالان او هنرمندان دې دغه حقایق په نړیوالو اړخونو کې معرفي کړي او بشري حقوقو دروغجن مدعیان دې رسواکړي .
د اسلامی انقلاب معظم لارښودد ایلام د ولس د استقامت روحیې او له سختو بمباریو سره سره دخپلو کورونو او ښار نه پریښودو ته په اشارې سره ووئيل ،د جنګ دباؤ ونه توانید، د دغه ولس د استعدادونو اووړتیاؤ د راڅرګندیدا خنډ شي او د همدغو بمباریو په دوران کې ئې د شهید رضائي نژاد په شان تابغه او وړ ځوانان وروزل چې د ښمن کله هغه د هیواد ترقۍ او لوړتیا سبب ولید ، نو د خپلې ماندنې او واړې لور په وړاندې ئې شهید کړ .
دوي همدرااز دشهید او شهادت موضوع په دنیان کې له دودو جنګونوقربانیانو څخه په توپیر کې وبلل او زیاته ئې کړه ، د خداي په لاره کې مبارز او شهیدد جغرافیائي سرحدونو څخه پر ارزښتمنې دفاع سربیره ، د مهمو معنوي پولو ،یعني دعقیدې ، اخلاقو،دین ، کلتور او د هویّت دپولو هم دفاع کوي او له خپل پروردګار سره خپل تعهد ته په صادقانه پابندۍ سره خپل ژوند له خداوندمتعال سره معامله کوي .