IQNA

د اسلامی هیوادونو یووالی او اتحاد د وخت ضرورت دی

16:35 - March 20, 2022
د خبر لمبر: 3485562
تهران (ایکنا) – د پاکستان لومړي وزیر عمران خان په اسلام اباد کې د اسلامی ملګرتیاموسیسې د خارجه وزیرانو د اته څلویښتمې ناستې په درشل کې په یوه یاددښت کې  داسلامی هیوادونو  ترمینځ  د اتحادپه ضرورت  او د فلسطین  دموضوع په اهمیّت ټينګار وکړ .

ایکناخبری آژانس د اې پي پي له قوله راپور راکړ ،د پاکستان لومړي وزیر عمران خان په یوه یاددښت کې  چې  عرب نیوز خپرونې   او د اسلامی کنفرانس د خارجه وزیرانو په اسلام اباد کې د  کیدونکي ناستې په درشل کې  خپور شوی ،لیکل شوي دي ،اسلامی هیوادونه باید په نوو واقعیّتونو کې په د قت سره حرکت وکړي او دخپلو شخصي او ټولنیزو  ګټو د پوره کیدا لپاره په راپنځيدونکي  نړیوال نظام  کې  په فعال توګه برخه ولري.

 د پاکستان لومړي وزیر ورښانه کړې ده ،دغې موخې ته درسیدا لپاره   هیوادونه په پیل کې باید خپل حاکمیّت او مځکنۍ بشپړتیا ،د سترو قدرتونو په سیالیو کې له لاسوهنې پرته،ددیني اختلافاتو په حل کولو سره او د بهرنیو لاسوهنو په مخنیوي سره وساتي .عمران خان همداراز ووئيل،   اسلامی ملګرتیاموسیسه ، د سولې  او عدالت  لپاره د یوه ځواک په توګه، بایدد بهرنیو له نیواکه د ژغورنې او برخلیک د ټاکنې لپاره د فلسطین او کشمیر په موضوع کې له خپلو موخو څخه ملاتړ ته دوام ورکړي  . 

ټاکل شوې ده  پاکستان د مارچ له ۲۳تر ۲۵نیټې پورې د  اسلامی ملګرتیا موسیسې د خارجه وزیرانو د اته څلویښتمې ناستې کوربه شي .

https://iqna.ir/fa/news/4044345/تاکید-  

captcha