ایکنا خبری اژانس د عربی ټي ارټي له قوله راپور راکړ، د بخښنې نړیوالې ادارې پخپل ۲۰۲۱کلني راپور کې چې پرون خپور شوی ، وئيلي دي ، فرانسه د عمومي آزادیو او دبشری حقوقو له پلوه له ښه وضعیّت سره ډیر واټن لري .
په فرانسې کې د بخښنې دنړیوالې ادارې اجرائي مدیر ناتالي ګډر په دې زمینې کې د اوکراینی مهاجرو څخه ددغه هیواد د چارواکوهرکلي ته په اشارې سره خبریالانو ته ووئيل ،هغه څه چې په تیرو اونیو کې مو ولیدل ،د هغوافغان کډوالو دمنلو په باب چې په تیر اګست کې د طالبانو واک ته له رسیدا وروسته له خپل هیواده په تښتې کې بریالی شوي ،په تیر کال کې د حکومتي چارواکو د خبرو له څرنګوالی سره ډیر توپیر لري .
د فرانسې د لومړ ي وزیر ژان کاستکس په وینا ،پاریس د اوکرایني پناه غواړو اود دیره کولو اومنلو لپاره یو پلان برابر کړی دی چې لږترلږه د یو لک کسانو د منلو امکان برابروي .
ناتالی ګډر ټينګارکړی،له اوکرایني پناه غواړو څخه د اروپائي اتحادئې موقته ملاتړله دې مخکې د افغانانو لپاره هم غوښتل شوی ؤ،خو دغې غوښتې هیڅ ګټه نه ده درلودلې .نو دا د هغه دوه ګوڼو سټنډرډونو ښودنه کوي،چې په اوسنیو حالاتو کې سخته محکومه ده .
https://iqna.ir/fa/news/4045591/عفو-بینالملل-ا