ایکناخبري آژانس راپور راکړ،د ايران د اسلامي جمهوريت ولسمشر سيدابراهيم رئيسي نن د امام خميني (رح) په حرم کښې د پوځ د ملی ورځې په مناسب ددې خبرې په کولو سره چې حضرت امام خمیني په حکیمانه توګه نن ورځ د پوځ ملی ورځ نومولې ده ،ووئیل د ایران د اسلامی جمهوریت پوځ یو خداي غواړی ، ولس دوسته ، مکتبي ، انقلابي روحیه لرونکی او بابصیرته ځواک دی ، چې د ۱۳۵۷لمریز کال په سلواغې میاشتې کې ئې او دغه راز ئې له حضرت امام خمیني سره په بیعت،له ولس سره په ملګرتیا او د اسلامی انقلاب د ارزښتونو په دفاع کولو سره،د خپل بصیرت ترټولو ښه ځلا او ننداره په بادګار پریښودله. .
د ايران د اسلامي جمهوريت ولسمشر په دې باندې په ټینګار سره چې د ايران فوځ نن سبا له هېواد او نظامه د دفاع لپاره يو سنبال او چمتو ځواک دی وويل: د دغه چمتووالي پېغام د اسلامي انقلاب مينه والو ته د اميد پېغام دی او دښمن هم پکار دی پوه شي چې د ايران د وسله والوځواکونو قوت مخنيؤنکی قوت دی او د دغه اقتدار، پیاوړتیا او ټينګې درېدنې پېغام د نړۍ محرومو، مظلومو او مستضعفو ته دا دی چې د ايران وسله وال ځواکونه د هغوي د اميد ټکی دی .
د ایران د اسلامی جمهوریت ولسمشر ابراهیم رئيسي د دې په بيانولو سره چې د ايران فوځ د توانمنېدو لپاره د بنديزونو له فرصته ښه استفاده وکړه واضحه کړه، په دغه بائيکاټي فضاء کښې ترټولو غوره استفاده فوځي صنائع حاصله کړه او فوځ زيات قوت پېدا کړ.
د وري د مياشتې نهويشتمه د ایران د اسلامی جمعهوریت د فوځ ورځ نومول د امام خمېني (رح) يو نوښت ؤ، هغه هم په داسې حالاتو کښې چې د اسلامي جمهوريت فوځ له مختلفو کورنيو او بهرنيو مشکلاتو او خنډونو سره مخامخ ؤ. د جنګي او عملياتي چمتووالي د ترلاسه کولو روان بهير ته په پام سره له دښمنانو سره د مقابلې او د ګواښونو مخنيوي لپاره د ايران د اسلامي جمهوريت د وسله والو ځواکونو په توانمنۍ او د هغوي قوت او په ماډرن وسلو او فوځي سازوسامانونو د فوځ او سپاه پاسدارانو په سنبالښت باندې د ولسمشر تاکيد معنا پېدا کوي. همدارنګ د دفاعي صنائعو، تحقيقاتي ادارو او وسله والو ځواکونو شتون چې د مختلفو زمکنيو، هوائي او سمندري سازوسامانونو د تحقيق، پراختيا، پلانولو او جوړولو په زمينه کښې يو مهم رول لري بايد له پامه ونه باسوو. د وسلو او سازوسامانونو په برخه کښې د وسله والو ځواکونو سنبالښت او د هغو ساتنه د دفاعي صنعت لومړنۍ او مهمه دنده ګڼل کيږي چې له تپل شوي جنګه وروسته دوران کښې د فوځي خودکفائۍ او د پاسدارانو او فوځ په شمول د وسله والو ځواکونو د ضرورت وړ مختلفو وسلو او سازوسامانونو د پلانولو او جوړولو په لړ کښې اوچت ګامونه اخېستي دي.
مهم ټکی دا چې د سيمه ايزو او له سيمې وراخوا دښمنانو په مقابل کښې د معتبرې مخنيونې لپاره نه يوازې د معتبر او زيات فوځي او وسله ايز قوت لرل بنيادي اهميت لري بلکه د طاقتورو او سنبال وسله والو ځواکونو لرل هم د مخنيونې په رامنځته کولو کښې يو مهم رول په غاړه لري. دا چاره له زيات نه زيات جنګي قوت د حاصلولو د حکم په اړه د قرآني تعليم په بنياد رامنځته شوې ده، لکه خداي پاک په قرآن مجيد کښې فرمائي: له ځواک او اسونو څخه چې هر څه په توان کښې لرئ چمتو يې کړئ چې په دې تيارۍ سره د خدای او خپل دښمنان او نور دښمنان چې تاسو يې نه پېژنئ او خداي هغوي پېژني وويروئ.»