ایکناخبری آژانس د پارس ټوډې له قوله راپور راکړ،د ایران خارجه وزیر په انقره کې د ترکیې له خارجه وزیر سره په ګډ خبری کنفرانس کې وویل: که امریکايي لوری له متناقضو څرګندونو او د برجام یا جامعه نړیوالې ایتمی موافقه په وړاندې د نویو شرطونو لاس واخلي او حقیقت پسندانه چلند وکړي نوموافقه نزدې ده
د ایرنا د خبر له مخې، حسین امیر عبداللهیان پرون د ترکیې له خارجه وزیر مولود چاووش اوفلو سره په ګډې خبري غونډې کښې، د ایران خلاف د بندیزونو د لغو کیدو لپاره د ایټمي موافقې په هکله زیاته کړه: که امریکا حقیقت پسندانه چلند ولري نو موافقه لرې نه ده.
د ایران خارجه وزیر د سیمه ایزو مسائلو په هکله هم وویل: ایران تل په ترکیې کښې له خپلو وروڼو سره په دوامداره توګه د تعامل او همفکرۍ په حال کښې پاتې شوی دی او د دمشق او انقرې په اړیکو کښې مثبت بدلون د هغو هلوځلو نتیجه ده چې ایران له څو کاله مخکښې نه پيل کړي دي.
د ایران د بهرنیو چارو وزیر هم داشان د یوکرین د بدلونونو په هکله هم وویل: د ایران د اسلامي جمهوریت دریځ په ډیرو لوړو سویو مطرح شوی دی، ایران د جنګ مخالف دی او په سیاسي حل لارې ټینګار لري.
ایکنا-(تهران)د ایران د اسلامی جمهوریت خارجه وزیرامیرعبداللهیان په استانبول کې د ترکیې له خارجه وزیر چاووش اوغلوسره په ګډ خبری کنفرانس کې په افغانستان کښې د بدلونونو او له زده کړې او کار څخه د میرمنو او نجونو په بې برخې کولو کښې د افغانستان د موقته حکومت کړنلاره د اسلام د مبین دین له رحماني نظر سره په ټکر کښې وبلله.
https://parstoday.ir/ps/news/world-i126382