ایکنا د پارس ټو ډې له قوله راپور راکړ،د ایران د اسلامي شورا مشرمحمد باقر قالیباف پر.ون ناوخته د قرآن کریم د نړیوالو سیالیو د ۳۹م پړاؤ د پرانستې په دستورو کښې ټینګار وکړ: بعثت په فردي او اجتماعي ژوند کښې د بدلون پيلامه ده.
د قرآن کریم د نړیوالو سیالیو د نهه دیرشم پړاؤ افتتاحیه مراسم پرون د فرورۍ په اتلسمه نیټه د رسول اکرم حضرت محمد مصطفی(ص) د مبعث سره هممهاله په تهران کښې ترسره شول.
د دې سیالیو ګډونوال د ټول قرآن د حفظ، ترتیل، قرائت تحقیق او قرائت ترتیل په برخو کښې له یو بل سره سیالي کوي.
د ایران د اسلامي شورا مشر محمد باقر قالیباف پرون د دغو نړیوالو سیالیود پرانیستې په دستورو کښې وویل: بعثت د بشریت لپاره د بدلون پيلامه ده او د بشر فردي او اجتماعي ژوند یې تر خپلې اغیزې لاندې راوستی دی.
د ایران پریس خبري آژانس د خبر له مخې، د ایران د اسلامي شورا مشر زیاته کړه: باید د صلحې، آزادۍ، ودې او یوړه زړه توب، له مظلومانو څخه د دفاع او د ظالمانو د دښمنۍ پیغام دنیا ته منعکس کړو.
قالیباق هم داشان وویل: پکار دي وکړې شو په هغه لارې مخ ته لاړ شو چې د اسلامي انقلاب معظم رهبر یې بیانوي او محرومانو او بې وزلو ته پاملرنه وکړو.
هغه څرګنده کړه: اسلامي انقلاب تر ننه پورې په دغه لاره تګ کړی دی او البته په ویاړ سره یې درانه لګښتونه هم ورکړې دي.
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i128202