ایکنا د پارس ټوډې له قوله راپور راکړ،د پاکستان ولسمشر عارف علوي د چین له «سي سي ټي وي» ټیلي ويژن سره په مرکه کښې وویل د افغانستان ثبات د اسلام اباد او د پیکینګ د اقتصادي کوریډور سي پیک(CPEC) په بریالیتوب او پراختیا کښې مهم دی.
هغه وویل پاکستان او چین په افغانستان کښې د سولې په تامینولو کښې مهم رول لري او زیاته یې کړه په افغانستان کښې ثبات د اسلام اباد او د پیکینګ د اقتصادي کوریډور په بریالیتوب او پراختیا کښې مهم دی او پاکستان او چین په افغانستان کښې د سولې او د ثبات د تامینولو هڅه کوي.
د پاکستان ولسمشر عارف علوي وویل د مرکزي اسیا یوشمیر هیوادونه هم دلچسپۍ لري د افغانستان له لارې له ګوادر بندر سره وصل شي.
هغه وویل د مرکزي اسیا ډیرې هیوادونه چې د افغانستان ګاونډيان دي ګروهنه لري د پاکستان د ګوادر بندر له لارې شیان صادر کړي او مونږ هم په دې لړ کښې هڅه کوو.
د طالبانو د حکومت د اقتصاد وزارت مرستیال عبدالطیف نظري هم وویل له سي پیک پروژې سره د افغانستان اتصال یوه ډیره اقتصادي ګټه ده او د افغانستان د شیانو د صادراتو او د وارداتو په پراختیا کښې مهم رول لرلی شي.
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i129744