IQNA

دپاکستان په پاراچنار کې شر غواړو دې ځل د بې ګناه استاذانو وینه وبهوله

17:01 - May 04, 2023
د خبر لمبر: 3487286
ایکنا-(تهران)   د پاره چنار سیمې دانجمن حسینیه  سکرټري عنایت حسین طوري ، د خیبر پوختونخوا ه صوبې  دمجلس وحدت مسلمین غوءځنګ عمومي منشي شبیر ساجدي ،د تحریک حسیني  مشر علامه تجمل حسین او نورو سیمه ایزو فعالانو او شخصیّتونو ددغې پيښې سخته غندنه کړې او پر حکومتي چارواکو ئې غږ کړی چې  له یوه وخت راهسې حالات ترینګلي وو ،خو تاسو  ورته هیڅ پام نه کاوۀ چې نن یو  ځل بیا د بې ګناه استاذانو وینه وبهیده .

 ایکنا له پاراچناره له پاره چناره راپور راکړ،  د پاکستان د خیبر پختونخوا ه صوبې د کورمې ضلعې  د پاره چنار په سیمې کې له شلوزان سره نزدې په یوه پک اپ  ګاډي باندې د  مخ پټو  کسانو په ډزو  کې یو کس وژل شوی ، چې د سیمې خلکو ئې  سخته غندنه کړې او د هغه مړي جنازه ئې په احترام سره اوچته کړې  ده .

خو په عین حال کې په راپور کې وئيل شوي دي چې  له دغې پيښې وروسته د  کورمې ضلعې په تری منګل کې  یو شمیر شرغواړو  وسلوالو کسانو  دسمیې یو ځل بیا د اور  په لمبو کې  د سوځولو په موخې سره   دتری منګل هائي سکول باندې په یریرغل سره په هغه هائي سکول کې موجود   کابو اوه استاذان  چې له اهل تشیّع سره اړه درلوده په ټکه وژلي  او د هغوي د مړو بې حرمتي ئې هم کړې ده .وئيل کیږي ، چې دغه استاذان د هائي کلاسونو دامتحاناتو لپاره دغه سکول  کې پر ډیوډټئ ما مور ؤ  چې   ددغه اورپکو او شر غواړو  وسلوالو  له  جنایت سره مخ شول .

په راپور کې وئيل شو ي دي چې  له دغو پيښو وروسته امنیتی ځواکونه هم په خود کې شوي او عمومي سړکونه ئې د امنیتی تابیاؤ د زیاتولو په خاطر تړلي دي. په روغتونونو کې بیړنی حالت اعلان شوی دی او دسیمې حالات یو ځل بیا ترینګلي شوي دي .

  د پاره چنار سیمې دانجمن حسینیه  سکرټري عنایت حسین طوري ، د خیبر پوختونخوا ه صوبې  دمجلس وحدت مسلمین غوءځنګ عمومي منشي شبیر ساجدي ،د تحریک حسیني  مشر علامه تجمل حسین او نورو سیمه ایزو فعالانو او شخصیّتونو ددغې پيښې سخته غندنه کړې او پر حکومتي چارواکو ئې غږ کړی چې  له یوه وخت راهسې حالات ترینګلي وو ،خو تاسو  ورته هیڅ پام نه کاوۀ چې نن یو  ځل بیا د بې ګناه استاذانو وینه وبهیده او  دغه راز ئې د سیمې  حالات یو ځل بیا د ترینګلتیا په لور کاږلي دي .باید حکومت دې په خود کې شي او د ترهه ګرو او شر غواړو جنایتکارو په ضد دې پاکونکي عملیات ترسره کړي .

captcha