ایکناخبری آژانس راپور راکړ،د پاکستان د خیبر پختونخواه صوبې په کورمې ضلعې کې د افغانستان له پولې سره نزدې په تری منګل هائي سکول کې وحشي او جنایتکارو ترهه ګرو په یوه بوږنونکي اقدام کې څلور استاذان او درې ډرائيوران په ډير وحشتناک ډول شهیدان کړي او په داسې حال کې چې په دغه سکول کې په سلګونو زده کونکي او په لسګونو استاذان هم موجود ؤ وحشي ډوله وسلوالو ترهه ګرو په ښونځیو کې په داخلیدو سره له نورو استاذانو شیعه استاذان بیل کړل او په سټاف روم کې ئې په ډير بوږنونکي ډول شکنجه او بیا ئې په دردونکي ډول شهیدان کړل، چې اصلا انسانیّت هم ورڅځه شرمیږي.
په راپور کې وئیل شوي چې د ترهه ګرو دغه جنایت ترڅو ساعتونو پورې دوام درلود او د مظلومو او بې څوکه میلمنو ا ستاذانو د نجات لپاره د سکول دمشر مسئول پشمول هیچا د دوي مرسته ونه کړه او بلاخره جنایتکار ترهه ګر په آرام سره څو ساعته وروسته له هغه ځایه لاړل.
ددغه جنایت په خلاف کابو له دوو اونیو راهسې د پاره چنار په مختلفو سیمو کې د شهیدانو په درنښت کې دستورې جوړې شوي او دعلم خورؤنکو استاذانو خپل اعتراضونه او مظاهرې او د خوندي ساتلو لپاره له ځاي او مرکزي حکومته غوښتې کړي دي،نوځیني سرچینې وائي چې له جنایتکارو ترهه ګرو سره ځيني حکومتي کړئ هم په دغه جنایت کې شریکې دي.
ددغو اعتراضونو په دوام کې او د قاتلانو په خلاف د حکومتي ادارو په مرموزي چپتیا په سخت اعتراض کې نن هم په پاره چنار کې په سلګونو میرمنو او ماشومانو ستره مظاهره کړې او له ځاي حکومته ئې غوښتي دي څو د علم د خورونکو استاذانو د قاتلانو په خلاف دې سملاسي اقدام وکړي او دغو جاهلو او انسان دوښمنه جنایتکارو ته دې سخته سزا ورکړي څو د نورو لپاره عبرت شي.
په راپور کې دا هم وئیل شوي دي په درستې کورمې ضلعې کې تر دې دمه ټول ښونځي تړل شوي او لارې هم تردې دمه بندې دي .