ایکنا د پارس ټوډې له قوله راپور راکړ،د پاکستان دفاع وزیر خواجه محمد آصف پرون په یولړ څرګندونو کې امریکا پخپل هیواد کې د ترهه ګرۍ مسئوله وبلله او او وې وئيل، پاکستان په تیرو څلویښتو کلونو کې په افغانستان کې په دوو جنګونو کې له امریکا ملاتړ وکړ.دغه هیواد په هردواړو جنګونو کې په لومړنۍ کرښې کې وو،په داسې حال کې چې له مونږ سره هیڅ ارتباط نه درلود. په نتیجې کې مونږ ترهه ګري خپل کور ته راوبلله .
خواجه آصف په تیر ژمي کې هم په پيښور کې د پولیس لاین په جومات کې د ځان مرګي حملې په غبرګون کې چې لږترلږه سل کسان پکې وژل شوي او څه دپاسه دوه سوه دیرش ټپيان شوي ،وئيلي وو، مونږ پخپله د ترهه ګرۍ تخم کرلی دی.
د پاکستان دفاع وزیر دواشنګټن او اسلام اباد اړیکو ته په اشارې سره هم وئیلي،له و اشنګټن سره د ښو اړیکو ملاتړ کوو،خو اسلام اباد باید د امریکا دګټو او فرمان په خاطر ونه جنګیږي.