IQNA

د قرآن سورتونه / ۱۰۴

هغه اور چې د عیب لټوونکو او بد ویونکو په تمه دی

17:16 - August 10, 2023
د خبر لمبر: 3487766
ایکنا – (تهران) ځیني کسان دا فکر کوي چې د ځینو امکاناتو او یا ځانګړي مقام درلودو له امله، کولای شي پر نورو کسانو ملنډي ووهي، دا په داسې حال کې ده چې خدای تعالی دې ډول کسانو ته سخته سزا په پام کې نیولې ده.

د قرآن یوسلو څلورم سورت «همزه» نومېږي. دا سورت په ۹ آیتونو سره د قرآن په دېرشمې سپارې کې دی. همزه چې مکي سورت دی، د نازلېدو په ترتیب کې دوه دېرشمه سورت دی، چې پر پیغمبر اکرم (ص) باندې نازلزل شوی دی.

دې سورت ته د دې لپاره همزه ویل کېږي، چې د هغې په لومړني آیت کې دا کلمه کارول شوې ده. د دې سورت بل نوم، لمزه ده. دا کلمه هم په همدې آیت کې کارول شوې ده. همزه او لمزه د هغه چا په معنی ده چې د نورو کسانو عیبونه بیانوي او یا د کوم چا پسې خبرې کوي.

خدای تعالی په دې سورت کې هغه کسان چې د خلکو د عیبونو په لټولو سره، غواړي پر دوی ځان غوره وګڼي، په له منځه وړونکي اور سره ګواښلي دي.

ځینې مفسرین په دې باور دي چې دا سورت د هغه کسانو په اړه نازل شوی، چې د پیغمبر اکرم (ص) پسې ناسمې خبرې کولې او یا سپکې سپوري ویلې.  یوې بلې ډلې بیا د هغه کسانو په اړه یاد کړی دی، چې غوښتل یې د اسلام ستر پیغمبر (ص) نوم بدی کړي.

دا سورت د هغه کسانو لپاره ډېر سخت ګواښ دی، چې د پیسو او مالونو د راټولو لپاره ډېره سخته مینه لري او غواړي په ډېرې شتمنۍ سره پر نورو کسانو ملنډي ووهي؛ له همدې امله، نور کسان سپکوي او یا پر دوی عیب پرېږدي. دوی دا فکر کوي چې دا شتمني به دوی نېکمرغه کړي؛ په داسې حال کې چې داسې نه ده.

دا سورت د «ویل» په کلمې سره پیلېږي، چې یوه غندنه ده د خدای له لوري، هغه ترټولو بده ملامتي، چې خدای تعالی په قرآن کې بیان کړې ده. دا ملامتي د هغه کسانو لپاره ده چې پر نورو ملنډي وهي او یا د نورو کسانو عیبونه بیانوي.

خدای تعالی په دې سورت کې ژمنه کوي چې دا کسان به په «حُطَمَةِ » (له منځه وړونکي اور) کې ولوېږي؛ هغه اور چې داسې معرفي شوی دی:

«نَارُ‌ اللَّهِ الْمُوقَدَةُ؛ الَّتِي تَطَّلِعُ عَلَى الْأَفْئِدَةِ؛ إِنَّهَا عَلَيْهِم مُّؤْصَدَةٌ؛ فِي عَمَدٍ مُّمَدَّدَةٍ: اور د هغه خدای له لوري بل شوی دی؛ هغه اور چې زړونو ته رسېږي؛ هغوی سره رانغاړي؛ هغه اور چې په اوږدو ستنو کې دی. (همزه، ۶ تر ۹)

دا اور«نارالله» (د خدای اور) بلل شوی دی او داسې ښکاري چې د دې نومونې لامل، د دې اور د ستروالي ښودلو لپاره دی.

هغه اور چې د دوی پر زړونو راځي او ټول زړه یې نیسي، ځکه دوی په خپلو خبرو او اشارو سره د نورو کسانو زړونه ځورولي دي؛ نو د دوی سزا دا ده چې زړونه یې وسوځول شي.

د «حُطَمَةِ » (له منځه وړونکي اور) کلمه یوازې د قرآنکریم په همدې سورت کې راغلې ده. دا اور لومړی پر زړونو اغېزه کوي او د بدن دننه سوځوي او بیا د بدن بهرنۍ خوا سوځوي.

کلیدي کلمې: د قرآن سورتونه، قرآنکریم، ۱۱۴، همزه سورت، د نورو د عیبونو لټول، د شتمنۍ راټولولو اغېزه.

captcha