د قرآن کریم ۱۰۷م سورت «ماعون» نومیږي. دا سورت په اوو آیتونو سره په دېرشمه سپاره کې دی. "ماعون" چې مکي سورت دی، د نازلېدو په ترتیب کې 17م سورت دی چې د اسلام پر پیغمبر نازل شوی.
"ماعون" د مال، شتمنیو، ضروري وسايلو يا "زکات" په معنی تعريف کړی دى. دا کلمه د دې سورت په وروستي آيت کې راغلې او له همدې امله د دې سورت نوم "ماعون" کېښودل شوی.
دا سورت د هغو کسانو لپاره ګواښ دی چې ځانونه یې مسلمانان معرفي کړي، خو منافقانه او دوی مخی چلند لري؛ لکه لمونځ نه کول، په کارونو کې نفاق، د زکات نه ورکول، چې د قيامت په ورځ د ايمان لرلو سره هېڅ هم برابر نه دی.
په دې سورت کې د قيامت د ورځې د منکرانو صفتونه او سلوکونه په پنځو پړاوونو کې بيان شوي دي. د خدای په لاره کې له صدقې ورکولو او د یتیمانو او کمزورو له مرستې څخه ډډه کوي او لمونځ ته توجه نه کوي او په خپلو کارونو کې منافق دي او له مسکینانو سره مرسته نه کوي.
دا سورت د «أَ رَءَیْتَ الَّذِى یُکَذِّبُ بِالدِّینِ: " آیا تاسو هغه څوک لیدلی چې تل د قیامت د ورځې څخه انکار کوي؟" آیت سره چي د اسلام پیغمبر (ص) ته خطاب شوی دی، پیل شوی دی.
په دې آيت کې د (دين) د کلمې د مفهوم په اړه اختلاف دى؛ ځينې يې د قيامت ورځ ګڼي او ځينې يې د اعمالو ثواب او جزا ګڼي. له همدې امله، د هغو کسانو پر کارونو نیوکه شوې چې د قیامت یا الهي جزا او عذابونه نه مني او ناسم کارونه کوي.
په دې سورت کې د هغو کسانو د غلطو اعمالو یادونه هم شوې، چې د قیامت د ورځې څخه انکار کوي. داسې ښکاري چې هغه کسان چې د قيامت په ورځ ايمان نه لري، ښه اخلاق او چلند هم نه لري، ځکه چې دوی په دې دنيا کې ژوند ويني او په بله دنيا کې د خوښۍ د ترلاسه کولو لپاره هڅې ته اړتيا نه ویني، نو هغه کارونه ترسره کوي چې د اخلاقي او دیني اړخه سم نه دي.
کلیدي کلمې: د قرآنکریم سورتونه، قرآن کریم، 114، سورتونه، سورت ماعون، یتیمانو ته پاملرنه، د لمانځه د غفلت پایلې