ایکنا د برناما په حواله خبر ورکوي چې، د مالیزیا لومړي وزیر انور ابراهیم د دغه هېواد د قرآنکریم د ۶۳مې نړیوالې مسابقې د پرانیستې په مراسمو کې وویل، د دې ضمانت کوي چې اسلام به د دغه هېواد د رسمي دین په توګه پاتې شي.
هغه زیاته کړه: موږ به د اسلامي تعلیمي پروګرامونو د تنظیمولو لپاره زیاتې پیسې ځانګړې کړو. په ورته وخت کې، هغه ډاډ هم ورکړ چې د غیر مسلمانو اتباعو حقونه به خوندي وي او تل به له دوی سره په درناوي چلند کوي او هوسا ژوند به ولري.
انور ابراهیم وویل: زه تضمین کوم او تکراروم چې اسلام رسمي دین دی. زه به د دې دین دفاع او ملاتړ ته دوام ورکوم، د اسلام ترویج ته به دوام ورکوم او کافي بودیجه به تخصیص کړم، د اسلام د پوهولو او عملي کولو لپاره به د تعلیم ملاتړ ته دوام ورکړم.
په همدې حال کې انور ابراهیم وویل: اسلام فوبیا چې په نړۍ کې رامنځته کېږي، د ځینو هغو ګوندونو د فعالیتونو له امله ده، چې د اسلام په اړه سطحي افکار لري. په همدې خاطر، کله چې په سویډن کې قرآنکریم وسوځول شو، د هغې د غندلو تر څنګ مې پرېکړه وکړه چې د قرآنکریم خپروونکو ته خبر ورکړم چې د سویډني ژبې په ګډون په ټولو ژبو قرآن کریم چاپ کړي او د دغه سپېڅلي کتاب یو میلیون نسخې په نړۍ کې وویشي.
هغه وویل: ۱۵ زره قرآنکریمونه سویډن ته د دې لپاره استول شوي، چې په پوهنتونونو او د مطالعاتو په مرکزونو کې وویشل شي او زما په نظر، دا عمل ډېر منطقی دی، ترڅو هغوی په اسلام پوه شي. سربېره پردې، زه به راتلونکې میاشت په نیویارک کې د ترکیې له ولسمشر رجب طیب اردوغان سره د اسلاموفوبیا د مسلې سره د مقابلې لپاره د راتلونکو ګامونو په اړه خبرې وکړم.
انور د مالیزیا د قرآنکریم نړیوالې سیالۍ په اړه وویل: دا سیالۍ یو داسې پلیټ فارم دی چې نه یوازې د قرآنکریم تلاوت او حفظ کول دي، بلکې د دغه سپېڅلي کتاب د پوهې د زیاتولو لپاره هم هڅې کېږي. مسلمانان باید قرآن مطالعه کړي، تر څو په دې هېواد کې د مختلفو قومونو او مذهبونو خلکو ته روښانتیا وکړي.
د مالیزیا د قرآنکریم د تلاوت او حفظ ۶۳مه نړیواله سیالي (MTHQA) د کوالالمپور په نړیوال سوداګریز مرکز (WTCKL) کې ترسره کېږي. دغه سیالۍ د زمري د میاشتې په ۲۸ نېټه په سیمه ایز وخت په ۲۰:۴۵ بجو (د تهران په وخت له ۱۶:۰۰ څخه تر ۱۹:۰۰ بجو پورې) د مالیزیا د لوړپوړو چارواکو په شتون سره له پرانیستې مراسمو وروسته، د نړیوال تجارت په مرکز کې د مردیکا(merdeka) د کنفرانسونو په تالار کې پیل شوې او د وږي میاشتې تر دویمې پورې به دوام وکړي.
د 52 هېوادونو ټولټال 76 استازي د قرآنکریم تلاوت او حفظ په دوه برخو کې سیالي کوي. د قرائت په برخه کې چې په ماښام کې ترسره کېږي، ۲۴ نارینه او ۱۲ ښځینه ګډون کوي او ۲۷ نارینه او ۱۳ مېرمنې د حفظ په برخه کې چې سهار ترسره کېږي، سیالي کوي.