ایکنا د پژواک خبري آژانس په حواله خبر ورکوي چې نن د آغاخان کلتوري بنسټ پلاوي غزني کې له یاد جومات څخه په لیدنې سره وویل چې په دغه ولایت کې د باباجي په نوم تاریخي جومات د بیارغونې او استحکام بندۍ چارې به ډېر ژر پیل شي.
د یاد پلاوي مشر انجنیر فضلکریم احمدي وویل چې هوا مخ په سړېدو ده، د دوی بنسټ به سږ کال یوازې د باباجي تاریخي جومات د بیارغوني لپاره د استحکام بندۍ لومړني کارونه ترسره کړي، څو د اساسي رغوني مودې لپاره یې د نړېدو مخنیوی وشي.
هغه زیاته کړه، د دوی مسلکي کسانو نن د دغه تاریخي جومات سروې، براورد او اسناد بشپړ کړي، څو په راتلونکي کال کې د یاد جومات د اساسي رغونې لپاره د یاد بنسټ له لوري کړنې ترسره شي.
په ورته وخت کې د غزني د اطلاعاتو او کلتور مشر حمیدالله نثار د آغاخان کلتوري بنسټ له غه کاره هرکلی کوي او وایي چې د باباجي تاریخي جومات اوږده تاریخي مخینه لري او د یاد جومات اساسي رغول مهم دي.
د یادونې ده، غزني د افغانستان یو له لرغونو او تاریخي ولایتونو څخه دی چې ډېر شمېر تاریخي ځایونه لري، د دغو ځایونو یو شمېر په ۲۰۱۳ میلادي کال کې چې غزني د اسلامي هېوادونو پلازمېنه ونومول شو، رغول شوې او ځینې نورې یې رغونې ته اړتیا لري.