ایکنانیوز د پارس ټوډې له قوله راپور راکوي،د پاکستان يوې خبري سرچینې راپور ورکړی چې د پاکستان او افغانستان ترمینځ پوله پرانيستل شوې ،خو د افغانستان د طالبانو او پاکستان ترمینځ اساسي کړکېچ لاهم نه دی حل شوی.
رسمي سرچينو ايکسپريس ټريبيون ته ويلي، چې د پاکستان او د افغانستان د طالبانو ترمنځ د روانې ترينګلتيا اصلي لامل د تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي)ترهه ګرو پر خلاف اقدام نه کول دي.
دې پاکستاني رسنۍ زياته کړې چې د پولې د خلاصولو پرېکړه د افغانستان د طالبانو د رهبرۍ تر مداخلې وروسته وشوه.
د طالبانو د بهرنيو چارو سرپرست وزير امير خان مقتي په کابل کې د پاکستان له ډيپلوماټيک پلاوي سره خبرې وکړې.
همدا راز، د طالبانو د کورنيو چارو سرپرست وزير سراج الدين حقاني هم له پاکستان سره اړيکه نيولې او د بشرپالو دلايلو پر اساس يې د دروازې د پرانيستلو غوښتنه کړې.
سرچينې وايي، چې د افغانستان د طالبانو رهبرۍ ضمانت ورکړی چې د افغانستان خاوره به د پاکستان پر ضد نه کاریږي.