IQNA

د طوفان الاقصی عملیاتو د نړۍ دپتمنو په نفس اعتماد لاپیاوړی کړ

9:02 - October 19, 2023
د خبر لمبر: 3488135
ایکنا-(تهران) د ملایشیا دسالامی تنظمینو دشورا مشر(MAPIM) ددې خبرې په کولو سره د فلسطینیو مبارزانو  د طوفان الاقصی عملیات یوه مخه نیونکی حمله  وه ووئيل، دغو عملیاتو د اسرائيلو ته ډير دردناک  تاوان ورسوه ، د فلسطینیانو په نفس  باندې اعتماد ئې زیاد کړ بلکه د اسلامی نړۍ او درستو پتمنو انسانانو ته په نفس  د اعتماد لوړ همت ورپه برخه کړ.

د صهیونیسټ رژیم په ګونډو کولو کې د اسلامی مقاومتی مبارزانو میړنتوب او د فلسطین اوغزې د خلکو  دمجاهدت  اهمیّت  وا د فلسطین د موضوع په باب د بیلابیلو اسلامی هیوادونو  دپوهنتونوالو  ددریځ  مهم رول  او نظر، د ایکنا په کوربتوب  د فلسطین موضوع او راتلونکی ، داسلامی نړۍ د پوهنتوني شخصیّتونو له نظره د طوفان الاقصی ،په  عنوان  سره  په نړیوال وبینار کې  چې پرون ددغه خبری آژانس په  مبین سټوډیو کې ترسره شو، په حضوري او ویډیوئي لیکن په وسیله د ګډون والو  دنظرونو غورچاڼ ؤ.

ددغه نړیوال وبینار ځانګړی میلمه  دایران د اسلامی جمهوریت پخوانی خارجه وزیر منوچهر متکی  ؤ چې په سټوډیو کې په شتون سره ئې  د فلسطین د وروستیو بدلونونو او په تیره بیا د طوفان الاقصي ناڅاپی عملیاتو  کې د اسلامی مقاومتي مبارزانو د بریاؤ په باب  د مجری  پوښتنو ته ځوابونه ورکړل.

په دغه نړیوال وبینار کې له مختلفو هیوادونو،نړیوالوعلمي مرکزونو او لوړپوړو سیاسی او دیني مشرانو او سیاستوالانو  ویناوې وکړې او دغه راز ئې دځينو پوښتنو ځوابونه هم ووئيل.

د ملایشیا د اسلامی تنظیمونو د شورا() مشر عزمی عبدالحمید پخپلې وینا کې د فلسطین وروستیو بدلونونو او د مقاومتي مبارزانو اوڅاره بریاؤ ته په اشارې سره ووئيل،دغه بریا یوازې د فلسطینیو مبارزانو بریا نه ده ،بلکې درستو پتمنو انسانانو ته ئې هم په نفس باندې داعتماد وړتیاوې وروښودلې اود غهر از ئې دا د  نړیوال استکبار او صهیونیسټي رژيم  په وړاندې د اسلامی نړۍ د اتحاد ضرورت  او د فلسطین دمقاومت یوې نتیجې ته د رسیدا ځیری  هم وباله او وې وئيل، له ۷۵کلونو راهسې درست فلسطنیان د صهیونیسټانو له ظلمونو او جنایتونو کړیږی او ددوي حقوق غصب کړئ شوي دی  او په ډير بوږنونکي ډول ورسره چلند شوی دی. اوس له ۷۵کلونو جنایتونو او ظلمونو  وروسته  د اسرائيلو په ضد د  مقاومت یو مهم ټکی ته  رسیدلی او یوه شیبه داسې راغله چې د اسرائيلو  په ضد د بریښنا په څير تیز طوفان الاقصی عملیات ترسره شول چې دا  ناڅاپی نه ؤؤ بکلې داد فلسطین درست ولس له خوا د پاڅون اوج ؤ.

هغه ووئيل  یوه موضوع  چې په ذهن کې پوښتنې راولاړوي ،  چې ویل کیږي، اسرائيل له ځانه ددفاع حق لري ،دا  په بشپړ ډول بې معنا او د نه منلو وړ  او یوه غیر منطقی خبره ده ، واقعیّت دادی چې اسرائيلي صهیونیسټان نیواکګر دي ، او له فلسطینیانو څخه ئې په زوره دغه ټاتوبی  اخستی دی . دوي  دفلسطین له ماشومانو رانیولې ،تر بوډاګانو پورې ووژل. دوي د نړیوالو قوانینو په خلاف د فلسطینیانو په ضد  هرډول جنایت کړی دی.دوی له  هماغه پیله یعني له ۱۹۴۸کال راهسې  تردې دمه قتل عام او نسل وژنه کړې ده.پر دې اساس فلسطینیان  له دغه شان کړاؤنواو غمونو سره لاس اوګریوان وو، نو ځکه د اسرائيلو لپاره له ځانه ددفاع خبره هیڅ معنا نه لري.}

 هغه ووئيل،البته طوفان الاقصی عملیات  چې د فلسطینیو ځوانو مبارزانو یوه لویه کارنامه او یو ځواب ؤ یوډول د اسرائيلو لپاره ستر او دردناک عذاب شو، دوي ددغه شان ګوزار تمه نه درلوده  او درسته نړۍ ئې  ناڅاپی ګڼي ،چې  اسرائيلي استخباراتي ادارې ئې  هم ناکامې کړې . پر دې اساس دا ناڅاپی او دردناک ګوزار نه یوازې داسرائيلیانو لپاره بلکې درست استعمار او ستکبار لپاره یو سخت ګوزار ؤ  او درسته نړۍ ئې راویښه کړه. هغه روښانه کړه دا عملیات یو ډول مخه نیونکي عملیات وواوهیڅکله هم ناڅاپی نه وو، د ۷۵ کلونو د ظلمونو او جنایتونو  او کړاؤنو له زغملو وروسته بلاخره  ئې خپل ردعمل وښود او دخپل حق د بیرته اخستو لپاره لاس په کار شول  او غاصبو اونیواکګرو ته ئې یوه درنده څپيړه ورکړه  چې هیڅکله ئې هم دا توقع نه درلوده  او لالهانده ئې کړل.

د ملایشیا د اسلامی تنظیمونو د شورا مشر  دغه راز ووئيل، د غزې مبارزانو یوازې له ځانه او له خپلو حقوقو او ټاتوبی  دفاع کړې ده،ددغې دفاع ارزښت ډير زیات دی دوی دې نتیجې ته رسیدل يچې یوازینۍ لاره دا ده چې  مقاومت او حمله وکړي. دا  داسرائیلو لپاره له ځانه ددفاع  له حق سره هیڅ ارتباط نه لري، دا د فلسطینیانو حق دی چې پاڅون وکړي او  دخپلو ټاټوبو اازادول غواړي  او هغه څه له دوي په زوره اخستل شوي دي بیرته ئې ترلاسه کړي. ترهه ګر هغه څوک دي چې له دوی ئې ټاټوبی نیولی ، ددوی کورونه ئې وران کړی  او د دوی ماشومان،ښځې اوبوډاګان ئې وژلي  او پر ټاټوبی ئې قبضه کړې ده،نو هرڅوک له ځانه ،خپل ټاټوبی او خپلو حقوقو څخه ددفاع لپاره هرڅه کولی شي.

https://iqna.ir/fa/news/4176167  

captcha