IQNA

د اسلامی نړۍ مشهور عالمان/32

د قرآن په جاپانۍ ژبه ژباړه او د وحي کلام ته وحدت رامینځةکونکی نظر

6:25 - November 14, 2023
د خبر لمبر: 3488266
ایکنا-(تهران)د تاتسوئيچي ساوادا په قلم  سره د قرآن کریم په جاپانۍ ژبه ترجمه چې په 2014 کال کې خپره شوې ، داسې ژباړه چې هڅه ئې کړې ده ، دعربی او جاپانۍ دوو ژبو ترمینځ ژبنئ دستور او کلتوری اختلاف ختم کړي.

ایکنانیوز راپور راکړ،په جاپانۍ ژبه د ټول  قرآن لومړنۍ ترجمه په 1920کال چې چاپ شوې  او تر 2015 کال پورې په جاپانۍ ژبه څوارلس ترجمې خپرې شوي دي  چې له هغو لس ترجمې په بشپړ ډول او څلور نوره  ناقصې  او په ټاکل شوي بڼه دي.

 تاتسوئيچي ساوادا چې په ایران کې د جامعةالمصطفی العالمیه پوهنتون فارغ التحصیل دی چې توانیدلی  له پنځو کلونو هڅو وروسته په جاپانۍ ژبه  دقرآن کریم نوي ترجمه تیاره او چاپ کړي.

د تاتسوئيچي ساوادا په قلم د قرآن کریم په جاپانۍ ژبه ترجمه چې په 2014 کال کې خپره شوې ده، د شیعیت په کړچار او رودې سره  ترسره شوې ده . ژباړن د خپلې ترجمې د پیاوړتیا لپاره له تفسیرالمیزان اوتفسیر نمونه  و په فارسي ژبه د قرآن کریم له ژباړو څخه استفاده کړې ده.

په دغې ترجمې کې هڅه شوې ده ،اسلامی وحدت د کار اساس وګرځي او د آیتونو ترجمه او تفسیر  له مذهبی اختلاف اچونې لیرې  او د  وحدت رامینځةکونکي  نظر په اساس وي.

دغې ژباړې  په جاپانۍ ژبه  دقرآن کریم دترجمې ځيني مشکلات لیرې کړي دي، په هغو کې د (قیامت په څير) په جاپاني کلتور او لیدتوګې کې دخينو مفاهیمو نه  شتون  او د ژبې په دستور کې اختلاف ته اشاره کیدلی شي.  ددغه اثر ژباړن د جاپان په ټوکیو کې په 1964 کال کې زیږیدلی دی. هغه په ایران کې په اسلامی معارفو څانګې کې له جامعةالمصطی (ص)العالمیه پوهنتون څخه  فارغ التحصیل شوی او دمګړئ په جاپان کې د همدغه پوهنتون  د څانګې دمرستیال او مدرس په توګه په کار بوخت دی.هغه یوشمیر آثار په جاپانۍ ژبه ژباړلي دي چې په هغو کې په جاپانۍ ژبه د قرآن کریم ترجمې ،لمونځ څرنګه ولولو، د قرآن کریم د معجم  الفاظ برابرول او ترجمه، د آیت الله ناصر مکارم شیرازي د اصر اصول عقاید 51ټولګې او دغه راز داصول کافی نومې د حدیثو د کتاب په جاپانۍ ژبه ترجمه او ویراستاري  شامل دي.

captcha