ایکنانیوز د التواصل له قوله راپور راکړ، د مالی جمهوریت د قران کریم د حفظ او تفسیر ملی سیالۍ، د عربستان د ارشاد او دعوت وا داسلامی چارو وزارت او د مالی د قرآن کریم د حفظ د مرکزونو د اتحادئې په ملګرتیا سره ترسره کیږی.
دسیالیو دغه پړاؤ پرون دجنورۍ په نولسمه نیټه د مالی په پلازمینې باماکو کې د ددغه هیواد د کابو سلو عامو ښځو او سړیو سیالۍ کونکو په شتون سره پیل شوې او د جنورۍ تر ۲۳نیټې پورې به دوام ولري.
ګډون کونکي په څلورو څانګو سره سیالۍ کوي چې په هغو کې د ټول قرآن حفظ او تفسیر د قرآن د وروستۍ برخې د لغتونو معنا،د ماشومو هلکانو او انجونو لپاره د ټول قرآن کریم حفظ،د ماشومو هلکانو او انجونو لپاره د نیم قرآن حفظ، او دغه راز د څلورمې برخې حفظ سیالۍ شاملې دي.
دغه سالۍ د الهی کتاب دخدمت او په نشر ، حفظ اوتفسیر کې دخدمت پهموخې سره او همداراز د قرآن کریم د حافظانو د هڅونې په موخې سره او د قرآن کریم د حفظ اوتلاؤت په زمینې کې د خپلو مهارتونو د پیاوړی کولو په موخې سره ترسره کیږي.
ددغو سیالیو منظمونه، د قرآني علومو او د قرآن کریم د دودولو او همداراز د قرآن کریم د هغو میینه والو د ملاتړ یوه برخه اعلان شوې چې په وروستیو کلونو کې په افریقائي هیوادونو کې ترپام وړ پورې زیات شوي دي .