ایکنانیوز د پارس ټوډې له قوله راپور راکړ، دافغانستان د هرات والي مولانا نور احمد اسلام جار د دغه ولایت د بهرنیو اړیکو د مرستیال په شتون کې په هرات کې د ایران د اسلامی جمهوریت له سر کنسول صديقي فر سره وکتل.
په راپور کې وئيل شوي دي ،په دې کتنه کې د افغانستان د هرات والي د دواړو هېوادونو ترمینځ په ښو اړيکو د ټينګار ترڅنګ په دغه ولايت کې د ايران له خوا د سياحتي ويزو په برخه کې د آسانتیاوو د رامنځته کولو غوښتنه وکړه.
نوموړي ټینګار وکړ چې په بېلابېلو برخو کې آسانتیاوې رامنځته کول د ښاریانو حق دی او هڅه کوي چې د دوی ستونزې هوارې کړي.
په دغه کتنه کې د ايران کنسول صديقي فرد د افغانستان د هرات خلکو ته د ويزو په ورکولو کې د آسانتياوو د برابرولو ژمنه وکړه. د اپه داسې حال کې دي چې له دې مخکې هم د افغانستان د ښاریزو لپاره چې د ایران په لور راځي د ویزو دترلاسه کولو لپاره تر ډیره حده اآسانتیاوې شته دي او د ایران سفارت او کونسلګرۍ هڅه کوي دغه آسانتیاوې نوره هم زیاتې کړي څو افغان ښاریز په آسانۍ سره تګ راتګ وکړئ شي.