ایکنا القدس العربی له قوله راپور ورکړ،د اردن خارجه وزیر ایمنالصفدي پرون ناوخته ووئیل، په روژې مبارکې میاشتې کې په قدس کې د الاقصی جومات انګڼ ته د لمونځ ګوزارو د واریدیدا لپاره داسرائیلو په وسیله اعمال شوي محدودیَتونه حالات د چاودنې ترحده بوځي.
الصفدي له رسمي رسنیو سره په خبرو کې ووئیل، هیواد ئې په روژې مبارکې میاشتې کې د الاقصی جومات ته دلمونځ ګوزارو د لاس رسي دمحدودولو لپاره داسرائيلو اعلان شوی اقدام ردوي او دا موضوع په هغو دلیلونو ورکوي، چې په غزې کې ئې د جنګ له امله لمبې پورته کیږي.
هغه ووئیل، اردن د فلسطیینانو لیدتوګه تکراروي چې په اساس ئې دغه شان محدودیّتونه د عباد په آزادۍ د حملو ښودنه کوي.
صهیونیسټي پوځیانو د تیر کال د اکتوبر له اومې نیتې راهسې دالاقصی جومات کلابندۍ سخته کړې ده او د طوفان الاقصی له عملیاتو څخه په پنځو میاشتو تیریدا سره سره او دغه راز د روژې د مبارکې میاشتې له پیلیدا سره په یووخت ،الاقصی جومات ته د ټولو فلسطینیانو د ورتلو مخه نیسي.صهیونیسټي پوځیانو د روژې د مبارکې میاشتې په لومړۍ شپه د الاقصی جومات په دروازو کې یو لړ محدودیّتونه اعمال کړي دي او یوازې هغو فلسطنییانو ته د واریدیدا اجازت ورکوي، او دغه جومات ته واریدیدلی شي،څو دتروایح لمونځ قایم کړي.