ایکنانیوز د پارس ټو ډې له قوله راپور راکړ،د ۱۴۰۳ لمریز کال له لومړۍ ورځې سره هم مهاله او د نوروز د نیکمرغه اختر په لومړۍ ورځ د کابل په کارته سخي زیارت کې د جنډې پورته کولو دستورې د زرګونو خلکو په شتون کې په په ولولې او شوق سره ترسره شول.
د روژې د مبارکې مياشتې باوجود په دې مراسمو کې د کابل ګڼ شمېر خلکو او ځوانانو برخه اخيستې وه.
د نوي کال له پيل سره هممهاله نن په افغانستان کې نوی تعلیمي کال هم پيل شو.په دې مناسبت جوړو شويو مراسمو کې د پوهنې وزیر حبیب الله اغا وويل وزارت یې هڅه کوي د دیني او عصري علومو د زدهکړو کیفیت د امکان تر حده لوړ کړي.
هغه زیاته کړه د عصري علومو زده کړه او پرمختګ د ژوند له اړتیاو څخه ده او سرپرست حکومت یې هیڅکله مخالفت نه دی کړی ځکه چې اسلام د پرمختګ مخالف نه دی.
حبیب الله اغا زیاته کړه اسلام ابدي دین دی او ټولو دنیوي اړتیاو ته یې هم پام شته چې په دغو دنیوي چارو کې عصري علوم هم شامل دي ځکه عصري علم زموږ د ژوند ضرورت دی.
په افغانستان کې نوی تعليمي کال په داسې حال کې پيل شو چې له شپږم ټولګي پورته د نجونو د زده کړو مسله د تېرو کلونو په څېر، ناڅرګنده پاتې ده.