IQNA

د هند په یوې صوبې کې د اسلامی ښونځیو فعالیت ممنوع شوی دی

14:27 - March 26, 2024
د خبر لمبر: 3488945
ایکنا- په هندوستان کې د عمومی انتخاباتو د ترسره کیدا په درشل کې  په دغه هیواد کې یوې محکمې  په یوې صوبې کې د اسلامی مدرسو فعالیتونه ممنوع اعلان کړل، یو داسې اقدام چې  د  عمومی انتخاباتو په درشل کې د نریندرا مودي  په مشرۍ د نیشنلیسټ او افراط پال حکومت او ډیری هندی مسلمانانو ترمینځ  د واټن دلازیاتیدا لامل کیږي.

 دغې محکمې  فیصلې چې د تیرې جمعې په ورځې  صادره شوې،  هغه قانون چې په ۲۰۰۴کال کې  په اترا پردیش صوبې کې ددینی مدرسو د مدیریّت په باب تصویب شوی ؤ لغوه کړ.

دغې محکمې  په دې ادعا سره چې ددغومدرسو فعالیت دهندوستان په اساسی قانون کې د درج سیکولرزم  خلاف دی، سنتي مدرسو ته ئې د زده کونکو دمنتقلولو فرمان صادر کړی دی.

  د صوبې د دینی مدرسو د ښونې د پلاوي مشر افتحار احمد جاوید  وئيلي دي، چې د محکمې فیصله په ۲۵ زره ښونځیو او مدرسو کې دوه اعشاریه اوه میلیون زده کونکي  او  لس زره معلمان اغیزمن کوي.

د  هند د اتر پردیش صوبې دوه سوه څلویښت میلیون  له آبادۍ پنځه فیصدي نفوس مسلمانان دي. په هندوستان کې د  راتلونکي اپریل او جون ترمینځ  عام انتخابات ترسره کیږي چې تمه کیږي ، د نریندرامودي په مشرۍ بی جې پي  افراط پال او واکمن ګوند  پکې بریالی شي.

د هندوستان مسلمانان او د بشری حقوقو  ډلې له بهارتیه جنتا پارټي سره اړونده ځیني  غړی او اړونده کسان  افراطي هندوان له مسلمانانو سره  د اړونده  مالونو   او املاکونو د ړنګولو او د اسلامی ضد  نفرت خورونکو  څرګندونو په دودیدا تورن کړي دي . دا په داسې حال کې دي چې  مودي سرکار  په هندوستان کې  د مذهبی تعصب شتون په زغرده ردوي.

د بی جې پی ګوند مشران وائي ، حکومت د ځينو تاریخي تیروتنو د اصلاح کولو هڅه کوي چې په هغو کې  یو  دشپاړسمې  پیړۍ د هغه جومات په ځاي کې  په  دافراطي هندوانو په لاس په ۱۹۹۲کال کې ړنګ شو،د  هندو مندر وروستۍ مخ کتنه هم شامله ده.

https://iqna.ir/fa/news/4206918

captcha