په ونیز ښار کښې چاپ شو خو د چاپ د اوسني مفهوم په اپوټه په دې ډول و چې په هغه زمانه کښې د نسخه لیکوونکو لخوا کتابت کیده.
ایکنا خبري اژانس راپور ورکړ العربي نیوز په دې هکله چې قران کریم د لومړي ځل لپاره کله چاپ شوی و یو لنډ راپور خپور کړی.
د دغه راپور پراساس قران کریم د لومړي ځل لپاره په پینځلس سوه دیرشم میلادي کال کښې د ایټالیا په ونیز ښار کښې چاپ شو خو د چاپ د اوسني مفهوم په اپوټه په دا ډول و چې په هغه وخت کښې د نسخه نویسانو او لیکوونکو لخوا کتابت کیده، ورپسې کتاب راغونډید او د قران کریم هره پاڼه چې تحریف نشي په چیني سبک او سټایل سره د لرګي په لوحې باندې لیکل شوي وه او دغه لوحې همدا اوس هم شته.
دا په داسي حال کښې دي چې په روسیې کښې د قران کریم لومړنی چاپ په اولس سوه اوه اتیایم میلادي کال کښې د دوهم کاټرین د باچاهۍ په وخت کښې و، دغه راز د قران کریم لومړی چاپ په اتلس سوه اتویشتم میلادي کال کښې او د اتلس سوه اوه اویایم میلادي کال په درشل کښې ترسره شوی و.
په کومو پړاونو کښې قران کریم راغونډ کړی شو.
د خدای پاک د ګران رسول حضرت محمد صلی الله علیه واله وسلم په زمانه کښې قران کریم په یوه واحد کتاب کښې ونه لیکل شو، بلکې د مسلمانو په ذهنونو او زړونو کښې موجود و.
د عثمان د خلافت په وخت کښې د اسلامي امت مشران راغونډ شول چې د دغه سپیڅلي کتاب د راغونډولو په هکله موافقې ته ورسیږي.
حضرت امام علي علیه السلام لومړنی جامع قران:
لومړنی کس چې د اسلام د ګران پیغمبر حضرت محمد صلی الله علیه واله وسلم له رحلت وروسته یې د قران کریم د لومړي خادم او جامع قران له ویاړ ډک نوم ترلاسه کړ حضرت امام علي علیه السلام و.
د نړۍ شیعه مسلمانان دغه ارزښمن نوم د مولای متقیان حضر علي ابن ابي طالب علیه السلام خو اهل سنت بیا په امام علي علیه السلام سربیره ، ابوبکر ، عمر او عثمان هم د قران کریم په لومړنیو تدوینوونکو کښې ګڼي.