IQNA

۱۴۰۳ هجري لمریز کال د خلکو په ګډون سره د تولید د ودې کال ونومول شو

13:19 - March 20, 2024
د خبر لمبر: 3488915
زمونږ خبریال راپور راکړی د ایران د اسلامي انقلاب سترلارښود حضریت الله العظمی سیدعلي خامنه اي د څوارلس سوه دریم (۱۴۰۳) هجري لمریز کال د پیلیدا په مناسبت یوه پیغام کښې د ایران ملت په تیره بیا د ایثارګرانو کورنیو او هغو ټولو ملتونو ته چې نوروز اختر لمانځي د نوروز اختر د مبارکۍ په ترڅ کښې نوی کال « جهش تولید با مشارکت مردم» یعني د خلکو په ګډون سره د تولید د ودې کال ونوموه.

 ایکنانیوز د پارس ټوډې له قوله راپور راکړ، حضرت آیت الله العظمی سید علی خامنه اي د شهیدانو او د شهیدانو د امام  د یاد او خاطرې په لمانځلو او د طبعیت او د معنویت له دوو سپرلیو د ایران د ملت د ګټه د پورته کولو په ارزو سره د تیر هجري لمریز کال خوږوالو او تریخوالو ته یوه لنډه شان کتنه وکړه او ویې ویل: د تیرو وختونو په ښو خبرونو او خوږوالو کښې اوڅاره علمي او ټیکنالوژیکي پرمختګونه ، بیخ بنايي تولیدات، په بیلابیلو غونډو په تیره بیا   د سلواغې د میاشتې د دوه ویشتمې نیټې په لاریونونو او د قدس ورځې په لاریونونو کښې د ایران د خلکو  حماسي ګډون ، د کب د میاشتې د انتخاباتو په امن او سالم ډول ترسره کیدل او په بیلابیلو اقتصادي او سیاسي ډګرونو کښې د حکومت نړیوال تحرک شامل وو.

د اسلامي انقلاب ستر لارښود حضرت ایت الله العظمی سید علي خامنه اي د ایران د خلکو اقتصادي او معیشتي مشکلات د تیر هجري لمریز کال ترخه خبرونه وبلل او زیاته یې کړه : د شهید سلیماني د شهادت د  کلیزې په مراسمو کښې د کرمان ولایت ترخه پیښه ، د سیستان و بلوچستان سیلاب او هغه پیښې چې په تیرو میاشتو کښې د امنیت د ساتونکو مامورانو لپاره رامینځته شوې د تیر کال نورې ترخې پیښې وې خو د فلسطین د غزې تړانګې پیښه باید تر ټولو ترخه پیښه وګڼو.

هغه حضرت د تیر هجري لمریز کال شعار ته په اشارې سره د انفلاسیون د کنټرولو او د تولید د ودې په زمینه کښې ترسره شوي کارونه ښه خو په مطلوب ډول ونه بلل او په دې خبرې باندې ټینګار سره باید دغه توقع ونلرو چې دغه مهمه موضوع په یوه کال کښې په بشپړه ډول محققه شي وویل په روان هجري لمریز کال کښې هم د ایران ستره مسله هماغه راز اقتصاد ده.

د ایران د اسلامي انقلاب ستر لارښود حضرت ایت الله العظمی سید علي خامنه اي ټینګار وکړ: د اقتصادي کارپیژاندو د نظرونو ټولګه مونږ دغه نتیجې ته رسوي چې د انفلاسیون یعني د پیسو د پړسوب ، د کار ، او د ملي پیسو د ارزښت په شمول د ایران د اقتصادي مشکلاتو د حل  کلید او چابي د تولید موضوع ده او په همدې دلیل په تیرو څو کلونو کښې د تولید په موضوع تکیه شوي ده.

هغه حضرت زیاته کړه په همدې اساس په نوي هجري لمریز کال کښې هم تکیه د تولید په مسلې باندې ده او هیله کوو چې د تولید په موضوع کښې هم یو  پرمختګ رامینځته شي.

د ایران د اسلامي انقلاب ستر لارښود حضرت ایت الله العظمی سید علي خامنه اي نوی هجري لمریز کال جهش تولید با مشارکت مردم کال ونوموه او هیله یې وکړه د هیواد د پلانونکو په مناسبو پلانونو او د نظر خاوندانو په ملګرتیا او د اقتصادي فعالانو په عملي ګډون سره په تر ټولو ښه ډول د دغه شعار د تحقیق زمینه برابره شي.

https://parstoday.ir/ps/news/iran-i147922

captcha