نړيواله ډله: په جاپانۍ ژبه د توشيهيكو ايزوتسو د قران شريف د ترجمې تر ټولو مهم خصوصيت دا دے چې مترجم یې د اسلام يو نامتو محقق او اسلام پوه ؤ او په عربۍ ژبه یې كامل تسلط لرۀ نو ځكه دغه ترجمه له عربۍ ژبې نه نېغ په نېغه شوې ده او په دې وجه له نورو ترجمو سره فرق لری.
22:24 , 2012 May 24
نړيواله ډله: د امريكې د آئی يونيورس (IUniverse) خپرندويه موسسې لخوا ((اسلام او كعبه )) نومې كتاب خپور شو
22:23 , 2012 May 24
نړيواله ډله: د اېټلی د شمال د لومبارډيا سوبې د برشا ښار آر.ټی. بی) ټيلی ويژنی چېنل په نظر كښې لری د اېټالياد اسلامی انجمنونو له مشرانو څخه په بلنې سره د اېټلی په مختلفو سيمو كښې د مسلمانانو دينی او ثقافتی فعاليتونه بيان كړی.
22:22 , 2012 May 24
بين المللی ډله: په مصر كښې د ايران د ګټو د ساتونكی دفتر رئيس مجتبی امانی د شيخ الازهر احمدالطيب سره په كتنه كښې څرګنده كړه: د شيعه مسلمانانو او اهل سنت ترمينځ د فتنې او درز په رامينځته كولو كښې يو شمير څرګند كسان لاسوهنه كوی.
22:31 , 2012 May 23
نړيواله ډله: د نړۍ د ترټولو لوے مصحف له رويه د قران شريف د ختم مراسم چې تر ديارلس ګېنټو پورې اوږدۀ شول د غبرګولی د مياشتې په وړومبۍ نېټه د تاتارستان جمهوريت د پائېتخت قازان ښار په قول شريف نومې جومات كښې ترسره شول.
22:01 , 2012 May 23
نړيواله ډله: بتول التوم، د اسلام سادګی ، اصالت او قوانين اسلام ته د لويدیځوالو د راوړېدو دلائل وبلل او څرګنده یې كړه: اسلام يوازېنے دين دے چې زمانی او مكانی محدوديت ورته لار نه لری.
22:01 , 2012 May 23
نړيواله ډله: د دوبۍ ښاروالۍ په يو نېك اقدام كښې د دغه هېواد د ډلو، تنظيمونو او ادارو له پخوانيو قرانونو څخه څلور سوه قرانی نسخې د هېواد په دننه او بهر كښې له كم درامد لرونكو كورنيو ترمېنځ د وېشلو د مقصد لپاره راغونډې كړی دی.
23:17 , 2012 May 22
نړيواله ډله: د مصر د شيعه ځوانانو ائتلاف د يوې بيانیې په جاری كولو سره په مصر كښې د امامباړې له جوړولو سره د شېخ الازهر د مخالفت په غبرګون كښې له دغه اسلامی مركز څخه وغوښتل چې په مصر كښې دې د وهابيانو د فتنه اچونو او د شيعه مسلمانانو په اړه د هغوی په ظلم باندې سترګې پټې نكړی.
23:16 , 2012 May 22
نړيواله ډله: د بوركينافاسو مسلمانو محصيلينو د ټولنيزو چارو وزير ته د يو خط په لېږلو سره امتحانی غونډو ته د سترناكو جينكو له داخلېد څخه په ممانعت كښې د زدكړې د ځينوڅارونكو په سلوك باندې احتجاج وكړ.
23:15 , 2012 May 22
نړيواله ډله: د ولی فقيه نمائنده او اوقافو او خېر ښیګړې د تنظيم مشر د يو وفد په مشرۍ په بېروت كښې د لينان د حزب الله له عمومی سېكتر سره ليدل كتل او خبرې اترې وكړې.
22:34 , 2012 May 21
نړيواله ډله: مصر په دې ورځو ښكې د خپل تاريخ د ډېرو ډېموكرېټكو انتخاباتو په درشل كښې يو لړ خاص حالات تجربه كوی او دا به د تل ابيب لپاره يو لوے تاوان وی.
22:33 , 2012 May 21
نړيواله ډله:توماس بالنټين اروېنګ چې د اسلام له قبلولو وروسته یې خپل نوم ((حاجی تعليم علی ابونصر)) باندې بدل كړ، وړومبنے كس دے چې قران شريف یې په امريكائی انګرېزۍ باندې ترجمه كړ.
22:32 , 2012 May 21