بين المللی ډله: د كربلا د سياحتی هوټلونو او ريستورانونو د انجمن رئيس په ٢٠١٥ كال كښې د اسلامی سياحت د پلازمينې په توګه د دغه ښار د غوره كيدو غوښتونكے شو.
17:09 , 2012 May 21
نړيواله ډله: د ايران د اسلامی جمهوريت د رېډيو او ټيلی ويژن مشر عزت الله ضرغامی پرون د غوئی د مياشتې په دېرشمه نېټه په عراق كښې د شيعه مسلمانانو له مرجع ايت الله العظمی سيستانی سره كتنه او خبرې اترې وكړې او د اسلامی يووالی لارې چارې یې وڅېړلې.
23:31 , 2012 May 20
نړيواله ډله: د فرانس په بورژه ښار كښې د ((الايمان)) جومات د دې هفتې د جمعې د نمانځه خطبې د وړومبی ځل لپاره په دغه ځاے كښې د موجودو ګونګيانو لپاره د اشارو په ژبه ترجمه كیږی.
23:31 , 2012 May 20
نړيواله ډله: ((په اسپانيولی او هوسائی ژبود قران شريف د ترجمو نقد او څېړنه او د وحی د ترجمان له موسسې سره اشنائی)) نومې غونډه سبا د غبرګولی د مياشتې په وړومبۍ نېټه د قران شريف د علومو او فنونو په پوهنځی كښې جوړیږی.
23:31 , 2012 May 20
نړيواله ډله: د امريكې د ((آيووا)) ښار جومات غېر مسلمانانو ته د اسلام د معرفی كولو په هدف سره د هرې هفتې د جمعې په ورځ خپل ورونه د دغه ښار اوسېدونكو ته پرانيزی.
23:29 , 2012 May 20
نړيواله ډله: د اذربائيجان جمهوريت د اسلام ګوند بندی مشر په جېل كښې د يوې سختې بيانیې په جاری كولو سره په دغه هېواد كښې د حكومت د غېر اخلاقی پروګرام وړاندې كول په سختۍ سره وغندل.
23:12 , 2012 May 19
نړيواله ډله: د كويت امير په دغه هېواد كښې په اساسی قانون (آئين) كښې په كامله توګه د اسلامی شريعت د اجرا له تجويز سره مخالفت وكړ.
23:11 , 2012 May 19
نړيواله ډله: د ډله ايزو وژلو له ایټمی وسلو څخه د استفادې د حراموالی په اړه د آيت الله العظمی خامنه ای فتوې په حقيقت كښې له اېټمی انرجۍ څخه د صحيح او سوله ايزې استفادې په باره كښې د ايران د اسلامی جمهوريت صداقت ثابت كړ.
23:11 , 2012 May 19
نړيواله ډله: له مصر نه بهر د دغه هېواد د ولسشمرۍ د انتخاباتو پاې د اسلام پالو نامزدو د وړاندې والی بيانوونكې ده.
23:11 , 2012 May 19
نړيواله ډله: د بحرېن د شيعه مسلمانانو مشر پرون د جُمعې د نمانځۀ په خطبو كښې د فارس خليج د همكارۍ د شورا د غړيو عربو هېوادونو په پلاننګ باندې په نيوكې سره پخلے وكړ: دغه اتحاد د حكومتونو اتحاد دے نه د ملتونو.
23:11 , 2012 May 19
نړيواله ډله: د لبنان حزب الله يو ځل بيا د لبنان د شمال د وروسيتوجګړو په باره كښې د خواښنۍ څرګندونه وكړه او د داسې حوادثو له رامنځته كېدو سره د ذمه ورانه سلوك غوښتونكے شو.
23:43 , 2012 May 18
نړيواله ډله: د اسلامی همكارۍ د تنظيم عمومی سېكتر اكمل الدين احسان اوغلو د فلسطين خلقو ته په خطاب كښې د صهيونېسټ رژيم په جېلونو كښې د اسيرانو د استقامت او ټينګېدنې ستائينه وكړه.
23:43 , 2012 May 18