نړيواله ډله: د بحرېن خلكو وړمه ورځ د غوئی د مياشتې په ٢٢ نېټه د جمعې له نمانځۀ نه پس د ايت الله عيسی قاسم د سپكاوی په محكوميت كښې د منامې ښار په الدراز سيمه كښې مظاهرې وكړې.
16:37 , 2012 May 14
نړيواله ډله: د ولسمشرۍ يا صدارتی انتخاتو كښې د مصر د اخوان المسلمين د غورځنګ نامزد محمد مرسی وويل: د مصر اساسی قانون (آئين) به د قران شريف په استناد سره تدوين شی.
16:36 , 2012 May 14
بين المللی ډله: د بحرين د بشری حقوقو دوسيه د ملګرو ملتو د سازمان د بشری حقوقو په شوری كښې د جوزا يا غبرګولی د مياشتې له وړومبې نه تر دريمې نیټې پورې په يوه غونډه كښې څیړله كيدونكې ده.
10:33 , 2012 May 14
بين المللی ډله: د امريكې د پوځ لوئې درستيز جنرل مارټين ډمپسی د خپل هيواد د پوځ د زده كړې يا ټريننګ په يو ستر مركز كښې له اسلامه د ويرولو د دورې په ترسره كيدو باندې نيوكه وكړه او د داشان برنامو اجرا كول ئې غيرمسئولانه كار وباله.
10:32 , 2012 May 14
بين المللی ډله: د كويت «الرأی» نومې ورځپاڼې په يو رپورټ كښې عربی هيوادونو ته د نيواكګر رژيم د مصرفی شيانو د توليد له پراخو وارداتو څخه پرده پورته كړه.
22:32 , 2012 May 13
نړيواله ډله: په امريكا كښې د Pew تحقيقاتی موسسې لخوا د ترسره شوی سروے له مخې ٦٦ فيصده مصريان د داسې يو حكومت د جوړولو غوښتونكی دی چې قوانين یې د قران شريف او اسلام د تعليماتو په بنياد اودرولې شی
21:57 , 2012 May 13
نړيواله ډله: د انكرې د پوهنتون د الهياتو څانګې مشر د دغې څانګې قرانی اقداماتو ته په اشارې سره وويل: د پوهنتون د ډاكټرېټ رسالې په دې وجه چې په عربۍ او فارسۍ ژبو باندې ترجمه شوی نۀ دی په سلامی نړۍ كښې پېژندلې شوې نۀ دی.
21:57 , 2012 May 13
نړيواله ډله: د اسلام په نسبت د سپكاوی كوونكی پادری ډوله كس وروستی اقدام په وړاندې د عربو هېوادونو خاموشی ښودنه كوی چې د لودیځی چارواكو او د هغوی ترمېنځ د پردې شا ته لو لړ موافقې شوې دی چې له دې لارې د ايران په خلاف كمپېن نور زيات كړی.
21:57 , 2012 May 13
نړيواله ډله: د عراق په سپیڅلی ښار كربلا كې د پيغمبر اكرم صلی الله عليه واله د ګرانی لور بی بی حضرت زہراء (س) د نيكمرغۍ زوكړې په مناسبت جشن تر سره كیږی.
09:16 , 2012 May 13
نړيواله ډله: د اسلامی همكارۍ د تنظيم عمومی سېكتر اكمل الدين احسان اوغلو پرون د غوئی د مياشتې په ٢٢ نېټه په تركمنستان كښې د اسلامی نړۍ د كډوالو د نړيوال كانفرنس د پرانېستې په مراسمو كښې د ويوې دينی او اخلاقی وظيفې په توګه له كډوالو څخه د ملاتړ په ضرورت تاكيد وكړ
21:30 , 2012 May 12
نړيواله ډله: د لبنان د اسلامی مقاومت غورځنګ حزب الله مشر حسن نصر الله وويل داسرايلو لخوا په لبنان ددرې ديرش (۳۳)ورځنی تپل شوی جنګ هدف په ټوله سيمه كښې دنوی مينځنی ختیځ د پلان د اجرا كولو لپاره د يوه ستر متغير په توګه د لبنان او ورپسې د فلسطين، سوریې او ايران ذليل كول وو.
18:18 , 2012 May 12
نړيواله ډله: د بحرين د پوهنتون استاذ راشد الراشد نن زمونږ له خبريال سره په خبرو كې روښانه كړه د آل خليفه رژيم د ځپونكو اقداماتو د درولو په باب د مدنی ټولنو او موسيسو غوښتنو ته په بې پامۍ سره د بحرين پرخلكو په تيره بيا په ښځو او ماشومانو د تاؤتريخوالو په اعمالولو سره نيولو ته هماغه راز دوام وركوی.
22:00 , 2012 May 11