نړيواله ډله: د سوریې په نااراميو كښې د بهرنيو مداخلتونو او په سپكو او درنو وسلو باندې د شورشيانو د سنبالولو لپاره د هغوی د هڅو د نښونښانو په موجودګۍ باندې د سوری چارواكو له ټينګار نه مودې مودې وروسته بالاخره ملګرو ملتو هم د دغه هېواد په پولو په تېره بيا له لبنان سره د دغه هېواد په پولو كښې د وسلو په قاچاق باندې اعتراف وكړ.
23:54 , 2012 May 10
نړيواله ډله: په ملګرو ملتو كښې د سوریې دائمی استازی وويل: د سعودی عرب او قطر مفتيان په خپلو فتوو سره دهشتګردې ډلګۍ په سوريه كښې قتل و غارت او جنايتونو ته هڅوی.
23:54 , 2012 May 10
نړيواله ډله: د عراق د پارلېمان استازی مهاالدوری د يوې بيانیې په جاری كولو سره د امريكائی پادری له خوا د قران شريف د سوزولو د غندلو په ترڅ كښې د دغه له توهين نه د ډك اقدام په خاطر له امريكې سره د اسلامی هېوادونو د تعلقاتود پرې كولو او د امريكائی څېزونو د بائيكاټ غوښتنه وكړه.
23:53 , 2012 May 10
نړيواله ډله: د "شهادت بهار" په نوم اتم نړيوال كلتوری فيسټيوال د روان ميلادی كال د راتلونكی مياشتی جون په څلور ويشتمی نیټی په كربلا كې تر سره كیږی.سږ كال د دې كلتوری فيسټيوال شعار "امام حسين عليه السلام د رسالت نور او د عدل او انصاف راوړونكی" دی
23:53 , 2012 May 10
نړيواله ډله: په قدس شريف كښې د فلسطينی عالمانو او مبلغانو كمېټۍ مسلمان او عرب ولسونه د خوړو له اعصاب كوونكو فلسطينی اسيرانو څخه ملاتړ ته راوبلل.
23:52 , 2012 May 10
نړيواله ډله: د مئی په اتمی نیټی په تركی كې د «ټی آر ټی ديانت» (TRT Diyanet TV) په نوم سره لومړۍ مذهبی ټی وی چينل د افتتاح لپاره په انقرې كې د سركاری مراسمو په تر سره كيدا سره، تړون لاسليك شو.
17:09 , 2012 May 10
نړيواله ډله: په تيونس كښې د قطری عالم شېخ يوسف قرضاوی له موجودګۍ نه وروسته د دغه هېواد د بشری حقوقو يو فعال د يو عدالتی اپيل په برابرولو سره د مسلمانانو ترمېنځ د تفرقې پېدا كولو په خاطر د هغۀ د تورنولو په ترڅ كښې د هغۀ د نيولو غوښتنه وكړه.
22:53 , 2012 May 09
نړيواله ټولنه: د فرانس د مسلمانانو شورا پرون د غوئی د مياشتې په نولسمه نېټه د يوې بيانیې په جاری كولو سره د دغه هېواد له چارواكو څخه وغوښتل چې په مسلمانو ښاريزو باندې د حملې عاملان دې وپېژنل شی او ونيول شی.
22:53 , 2012 May 09
نړيواله ډله: «Opinion Way» د نظر سنجونې موسسې نن سهار د غوئی د مياشتې په شلمه نېټه وويل: ٩٣ فيصده فرانس مېشته مسلمانانو د دغه هېواد د ولسمشرۍ د انتخاباتو په دويمه دوره كښې فرانسوا اولاند ته راې وركړې ده.
22:51 , 2012 May 09
نړيواله ډله: د عراق د كردستان د پارلېمان د دينی چارو او اوقافو د كمېشن مشر د ((جربه)) نومې نشریې چې په كردی ژبه خپریږی د اسلامی د سپكاوی په دليل له بندولو څخه خبر وركړ.
22:51 , 2012 May 09
نړيواله ډله: د امريكې د كېليفورنيا رياست مسلمانان د غوئی د مياشتې په اتلسمه نېټه د وړومبی ځل لپاره د دغه رياست د پارلېمان په وړاندې ((دمسلمان ورځ)) په نمانځلو سره راغونډ شول.
22:51 , 2012 May 09
نړيواله ډله: د مئی په اوومې نیټی د عمان په پلازمينې مسقط كې د محصلانو د قران پاك د حفظ په مقابلو كې كاميابو كسانو درناوی لپاره مراسم تر سره شول.
22:50 , 2012 May 09