نړيواله ډله: يوې مصری ميرمنی ويلی دی چې په سعودی عرب كې د هغې میړه او خاوند د فلسطين او عراق سره د مالی مرستې كولو په جرم كې څلور كاله په بند محكوم شو.
21:03 , 2012 Apr 30
نړيواله ډله: د الجزائر د دينی چارو او اوقافو وزارت په دغه هېواد كښې د وړومبی ځل لپاره په فرانسوی ژبه د قران شريف د ترجمې د طرحې له اجرا څخه خبر وركړ. Echoroukonlineاطلاع رسونې د سایټ په نقل سره رپوټ وركړ: د الجزائر د دينی چارو او اوقافو وزارت په اوس حال كښې په فرانسوی ژبه د قران شريف د ترجمې طرح د اجرا په حال كښې لری او دا وړومبے ځل دےداسې يوه ترجمه په الجزائر كښې وړاندې كیږی.
21:27 , 2012 Apr 29
نړيواله ډله: د پيغمبر اكرم صلی الله عليه واله ګرانې لور بی بی زهرا سلام الله عليها د د نيكمرغه زوكړې په مناسبت د برتانيا په اسلامی مركزكې ښځو لپاره د جشن پروګرام انتظام شوی دی.
21:27 , 2012 Apr 29
نړيواله ډله: د امريكې په ورجينيا رياست كښې د نورفوك ښار په فوځی اكېډيمۍ كښې يوه د زدكړو دوره د اسلام په خلاف د هغې د موادو په اړه له يو لړ شكايتونو نه پس د پينټاګون لخوا ختمه كړې شوه.
21:26 , 2012 Apr 29
سياسی او ټولنيزه ډله: په فلپاين كې د ايران په كلتوری مركز كې د زيارت په ورځ د بی بی زهرا د شهادت په مناسبت د وير مراسم تر سره شول.
21:26 , 2012 Apr 29
نړيواله ډله: د بلجيم ټول مسلمانان د هغو اختلافاتو او فرقونو د ختمولو لپاره چې د روزانه اذانونو او نمونځونو د دقيق وخت په تنظيمولو كښې شتون لری يود شرعی اوقاتو په ګډ تقويم يا كليز برابروی.
21:25 , 2012 Apr 29
نړيواله ډله: په مصر كې د عربستان د لاسوهنو په ضد دولسی مظاهرو له څپې وروسته عربستان مجبوره شو څو په دغه هيواد كې خپل سفارت او همداراز په سكندريه اوسويز ښآرونوكې خپلې كونسلګرۍ وتړی.
17:58 , 2012 Apr 29
نړيواله ډله: د منامې جُمعې خطيب ايت الله شېخ عيسی قاسم پرون د غوئی د مياشتې په اتمه نېټه د جمعې د نمانځۀ په خطبو كښې تاكيد وكړ آل خليفه د فارمولا يو د موټر چلونې د سياليو په ورځو كښې د تشدد او ځپلو په سختولو سره د دغه هېواد حالات لا كړكېچن كړل.
22:05 , 2012 Apr 28
نړيواله ډله: د اخوان المسلمين او د څو نورو سياسی او دينی ګوندونو لخوا د اپريل په اووه ويشتمی نیټی دجمعې ورځ د "نجات انقلاب" په نوم ټاكلو نه پس د جمعی په ورځ سهار راهسی په التحرير چوك كې مصريانو لوی ټول تر سره كړ.
22:04 , 2012 Apr 28
نړيواله ډله: د جنوبی افريقاپه پائېتخت كېپ ټاؤن كښې نن د غوئی د مياشتې په نهمه نېټه د قران شريف د تفسير د علم سيمينار شروع شو.
22:04 , 2012 Apr 28
نړيواله ټولنه: په بحرېن كښې رامنځته شوی سياسی بدلونونه د بحرېن د حكومت د نۀ پراختيا موندنې په وړاندې د اسلامی هوښيارۍ په وجه دی او موجوده درز كولې شی تر ډېره حده پورې د واكدارانو په خلاف د بغاوت زمينه جوړوونكے شی. په بله معنا له يوې خوا د بحرېن د خلكو غوښتنه او له بلې خوا هغه چلند چې همدا اوس یې كتونكی يو د بحرېن د اوسنی حالت لازيات سختوونكے شوے دے.
23:34 , 2012 Apr 25
نړيواله ټولنه: د فلسطين د روغتيا د وزارت د درملتونونو د برخې عمومی منشی منير البرش د خونخوار صهيونيسټ رژيم د محاصرې په وجه د غزې د درملو او روغتيائی او معالجاتی تجهيزاتو د ختمېدو له كړكېچ څخه خبر وركړ.
23:34 , 2012 Apr 25