نړيواله ډله: ((اسلامی رقمونه او پانګونې)) نړيوال سيمينار له پرون يعنې د غوئی د روانې مياشتې له څلورمې نېټې څخه په پاكستان كښې د الهدی اسلامی بېنكارۍ او اقتصادياتو د مركز په همت سره جوړ شو.
23:33 , 2012 Apr 25
نړيواله ډله: د عربستان د امنيتی ځواكونو د قطيف په ولايت كې په شيعه د ظلم او تاوتريخوالې لړۍ ته دوام وركړی دی او يو شيعه فعال كاركن ښاغلی صالح جعفر ال اسماعيل یې نيولې دی.
18:30 , 2012 Apr 25
نړيواله ډله: وړمه ورځ د عراق په سپیڅی ښار كربلا كې په يوې دينی مدرسې "امام قائم " باندې ترهګرو حمله وكړه.
18:29 , 2012 Apr 25
نړيواله ډله: د فلسطين د خپلواكه حكومت لو مړۍ وزير نن اعلان وكړ چې فلسطين د پيسونړيوال صندوق غړې جوړ شو.
18:29 , 2012 Apr 25
نړيواله ډله: د اېټلی ولسمشر جورجيونا پولیټانو وړمه ورځ د غوئی د مياشتې په څلورمه نېټه د دغه هېواد د پائېتخت روم ښار له جومات څخه د كتنې په ترڅ كښې له مسلمانو چارواكو سره كتنه او خبرې اترې وكړې.
17:11 , 2012 Apr 25
بين المللی ډله: په سوريه كښې د ايران د اسلامی جمهوريت د كلتوری مركز په نژديو كښې نن له غرمې مخكښې يوه بمی چاودنه رامينځته شوه.
16:22 , 2012 Apr 25
نړيواله ډله: د نجف اشرف د علميه مدرسې طلابو او عالمانو پرون د غوئی د مياشتې په څلورمه نېټه د عراق د دينی مرجع شېخ محمد اسحاق الفياض د دفتر مخې ته په راغونډېدو سره د مراجعو په دفترونو باندې پرله پسې دهشتګردانه حملې وغندلې.
22:36 , 2012 Apr 24
نړيواله ډله: د عفوې نړيوال تنظيم د غوئی د مياشتې په پينځمه نېټه په يورپ كښې د دينونو د پېروكارو د حالت په باره كښې د يو رپوټ په خپرولو سره په دغو ملكونو كښې د مسلمانانو په خلاف په امتيازی سلوك او تبعيض باندې اعتراض وكړ.
22:35 , 2012 Apr 24
نړيواله ډله: د پيغمبر اكرم صلی الله عليه واله د ګرانې لور بی بی فاطمه زهراء سلام الله عليها د شهادت په مناسبت د عزادارۍ مراسم د زيارت په ورځ د اپريل په شپږ ويشتمې نیټی د فنلانډ په «اصحاب الكساء(ع)» امام باړې كې تر سره كیږی.
19:20 , 2012 Apr 24
نړيواله ډله: د الجزاير په پلازمينې الجزيره په يوې محكمې كې حكومتی استازې د قران شريف سپكاوې او بې حرمتی وكړه.
19:20 , 2012 Apr 24
نړيواله ډله: وړمه ورځ د مصر پارليمان غړو د دې هيواد مفتی ښاغلی علی جمعه د بيت المقدس ته د سفر له امله له خپل منصب څخه د ليرې كولو غوښتنه وكړه.
19:20 , 2012 Apr 24
نړيواله ټولنه: د اقتصادی بېلګو د تفاوت جرړه فلسفی او مكتبی اصولو ته ګرځی او له دې امله چې د اسلامی اقتصادی نظام چلندونه د اخلاقو او فقهې په چوكاټ كښې وينی د اسلام د اقتصادی نظام په معرفی كولو كښې وړومبې پكار دی په دغه نظام باندې واكمنو د فلسفې او نړۍ ته د كتنې اصولو ته او بيا اقتصادی فقهې او اخلاقو ته پاملرنه وشی.
19:20 , 2012 Apr 24