IQNA

د هند په کرناټک صوبې کې عدالت په ښونځیو او پوهنتونونو کې ستر ممنوع کړ

15:27 - March 16, 2022
د خبر لمبر: 3485545
تهران(ایکنا) – په هندوستان کې یوې محکمې پرون ددغه هیواد په کرناټک صوبې کې د درس په کلاسونو کې د حجاب ممنوعیّت  تائيد کړ،یوه داسې پيښه چې  د مسلمانانو د منزوي کولو لپاره دهلوځلو په باب  اعتراضونه لاپراخولی شي .

ایکناخبری آژانس د نون پریس له قوله راپور راکړ ،  هندوستان په کرناټک صوبې کې لوړې محکمې ، دکب په ۲۴نیټه   ددغې صوبې  د ښونځیو او پوهنتونونو په کلاسونو کې د حجاب او سکارف  ممنوعیّت تائيد کړ، یوه داسې فیصله چې د څارونکو په تعبیرسوکه سوکه به ددغه هیواد دنورو صوبو لپاره  چې د مسلمانانو ستر لږکی لري ، په نظر کې  ونیول شي .

ددغې صوبې په ښونځيو او پوهنتونونو کې  د مسلمانو سترمنو محصیلینو اوزده کونکو د پوښښ لپاره  اعمال شوی ممنوعیّت  د محصیلونو او دهغو د مور پلار او کورنیو له پراخو غبرګونونو سره مخامخ شوی دی .

د هند به جنوب کې د کرناټک صوبې اعلی وزیر آراګا ګنندرا  په یولړ څرګندونو کې وئيلي دي ، دغه فیصله  له ښونې څخه ددین د لیرې ساتلو د ضرورت په دلیل شوې ده .

 د افراطی هندوانو دغه فیصله  د مسلمانانو له پراخ مخالفت سره  روبرو شوې ، ځکه  زده کونکې  اوس په ستر او حجاب سره ښونځیو ته نشی تللی او هره ورځ د ښونځیو اوپوهنتونونو په وړاندې پرلتۍ وهي .

https://iqna.ir/fa/news/4043480

captcha